د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر په بروکسل کې


ولسمشر اشرف غني او اجرایي ریس عبدالله عبدالله به نن (سېشنبه) په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.

د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ ویلي، په بروکسل کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله موجودیت د ناټو او افغانستان د اړیکو قوت ښکاره کوي.

د ناټو غړي هیوادونه به په نننۍ غونډه کې په افغانستان کې په خپل نوي ماموریت خبرې کوي، چې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ میاشت کې پيلیږي.

ټاکل شوې له ناټو سره د لاسلیک شوي سند له مخې د ناټو یوشمیر سرتیري له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاته شي او د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG