د لاسرسي ځای

د روغتیا ملي ادارې ویلي چې د خېبر ایجنسۍ په نا کراره سیمه باړه کې دوه نور ماشومان ګوزڼ وهلي دي، چې په دې سره په ټوله فاټا کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېره یوسل او پینځه شپېته (۱۶۵) او په ټول ملک کې دوه سوه او اویا (۲۷۰) ته ورسیدله. د خېبر ایجنسۍ د صحت محکمې چارواکي وایي، چې په باړه کې د پوځي عملیاتو له امله د ګوزڼ ضد کمپاین نه کیږي نو ځکه دلته د ګوزڼ زیات کېسونه مخې ته راځي.

XS
SM
MD
LG