د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ايډز ۷۷ پيښې تثبیت شوي


د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ايچ اي وي، یا ايډز ۷۷ مثتبې پيښې ثبت شوي دي چې د لویانو تر څنګ په کې ماشومان هم شامل دي.

د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ايچ اي وي، یا ايډز ۷۷ مثتبې پيښې ثبت شوي دي چې د لویانو تر څنګ په کې ماشومان هم شامل دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا ريس ډاکټر نجيب الله کاموال ايچ اي وي يا ايډز د نړيوالې ورځې په مناسبت په يوې جوړې شوې غونډه کې وويل: سږکال ورسره د ايډز د ناروغانو ۱۹۹ مشکوکو پيښو شتون لاره چې له معایناتو وروسته يې ۷۷ پيښې مثبتې ثبت شوي دي. دی وايي:

« د ډسمبر لومړی تاریخ د ټولې نړۍ په کچه د ايچ، ای ، وي، ايډز په مقابل کې د تداوۍ یا د دغه ناروغۍ په مقابل کې د عامه پوهاوي په نیت نمانځل کيږي، د سږکال شعار دا دی چې د ايچ، اي وي، ايډز درملنه کيدونکي ده. او دوامداره تداوي ژوند ژغوري. په ننګرهار ولايت کې تر دې دمه ۷۷ مثبتې واقعې وجود لري چې د دې له جملې څخه يې ۹ تنو د ۱۳۹۲ کال تر پای پورې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۶ تنه يې موږ سره په صحي مراکزو کې د تداوۍ لاندې دي.»

دا چې د ايډز ناروغي څرنګه له يوه انسان نه بل ته سرايت کوي، او يا دا چې درملنه يې ممکنه ده او که څنګه، دا پوښتنه ډاکټر نجیب کاموال دا رنګه ځوابوي:

« د نشه يي توکو د معتادينو تر منځ د مشترکو سورنجونو استعمال، همدا رنګه نامشروع جنسي اړيکي، غير مصوون جراحي پروسیجرونه او همدا رنګه غير مصوون وينه اخيستل او څلورم لوی عامل يې چې دی د مور نه ماشوم ته د ايډز انتقال دی چې په دې کې په سر کې هغه معتادين راځي چې ګډ سورینجونه استعمالوي او ورپسې د نامشروع جنسي اړيکي دي.»

د ننګرهار مرستیال والي محمد حنيف په خپلو خبرو کې وويل، په کار ده چې د ايډز د ناروغۍ د مخنيوي په لاره کې ټول ولس ګډه مبارزه وکړي.

« متاسفانه چې په افغانستان کې هم د دغه مرض نښې نښانې شته دی، بايد موږ او تاسو په خپلو سيمو کې د چا چې څنګه مسوولیت جوړيږي، مشترکه مبارزه وکړي. تر څو د دغه شانتې مرضونو مخه ونيول شي او که موجود وي بايد ژر تر ژره يې علاج وشي.»

د ننګرهار د روغتيا چارواکي وايي چې تر دې دمه په ټول افغانستان کې د ایډز ۱۶۹۴ پيښې ثبت شوي چې په ښځينه او نارینه سربيره په کې ماشومان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG