د لاسرسي ځای

"خپل قام خپل ګوند،يوه نظريه يوه فلسفه"


خان عبدالصمد خان اڅکزی شهید

خان عبدالصمد خان اڅکزی شهید

۔د هند وېش «تقسيم» پر وخت د انګريز خلاف که توده مبارزه وه اوکه سياسي، پښتنو تر هرچا ډېره سرښندنه کړې خو ګټه کانګرېس او مسلم ليګ يوړه،

ليکنه: عبدا لحی ارين

که موږ بشري تاريخ ته وګورو، نو له پاڼو یې دا راته څرګندېږي چې که مذهب وي او که د سياست ډګر، نو د بشري ښېګړې او پرمختګ عمل لومړى له خپله کوره پيل شوى دى. په نړۍ کې د زرګونو په شمېر قامونه تېر شوي دي چې په هغوى کې به د هر قام له منځه يو غوره او باشعوره انسان د خپل ولس د لارښوونې لپاره ټاکل کېده، چې نه يواځې د خپل ولس اصلاح وکړي، بلکې هغوى د خپل وخت د واکمنانو له جبره او استبداده هم و ژغوري.

ځکه هګۍ هم چې دننه ماته شي نو چېچى ځینې پيدا شي، خو چې له دباندې ماته شي نو له تاوان او تباهۍ پرته بله ګټه نه لري. له دې تمهيده مې مقصدا دا دى چې هر ښه او ستر کار لومړى بايد له خپله کوره او له خپل ملته پيل شي.

انګرېزانو هغه مهال د ازاد افغانستان د نيولو لپاره دوې سياسي تګلارې جوړې کړې چې په هغه کې يوه تګلاره د ماهرانه نه فعاليت (Masterly inactivity) په نامه د جان لارنس وه او دويمه په زور د پرمختګ (Forward Policy) په نامه د رابرټ سنډېمن، جان چېکپ او په ځانګړې توګه د کرلاټسن استعماري پاليسي وه.

دا زموږ د تاريخ يو ډېر روښانه څپرکى دى چې زموږ په خاوره کې د هغو خلکو کمى نه شته چې له خپل هېواد او خاورې سره مينه لري.زموږ خاورې داسې زامن هم زېږولي دي چې د خپل وطن او قام د دفاع او خپلواکۍ لپاره يې خپل سرونه پر ورغوي ايښي او په هر وخت کې يې د خپلې مورنۍ خاورې دفاع کړې ده، چې په هغوى کې، د روښاني غورځنګ بنسټ ايښودونکى بايزيد روښان او همدارنګه ايمل خان، درياخان، ستر خوشال خان خټک،ميرويس خان نيکه،احمدشاه بابا، ايوب خان اڅکزى ،عبدالله خان غازي،د خپلواکۍ پلار غازي امان الله خان ،بابا صنوبر حسين کاکاجي، باچاخان، عبدالصمدخان اڅکزى، او نورو سرښندونکيو پښتنو د خپل وطن دفاع د خپل ايمان برخه وګڼله او د خپل ځيرک سياست او تورې په زور يې د دښمن ارمانونه په خاورو ولړل او په خپل ولس او خاوره کې يې د يوه ملي سياسي تحريک او خپلواکۍ زړي را شنه کړل.

خان شهید له باچاخان سره

خان شهید له باچاخان سره

له دوى څخه عبدالصمد خان اڅکزى چې تر شهادت وروسته په خان شهيد مشهور شو، هغه هستي وه چې پر سياسي، ادبي او صحافتي (ژورناليستيکو) خدمتونو يې بېلې بېلې پي ايچ ډي کېداى شي.خو زه به يې مبارزو ته په پام سره د هغهد ژوند يوه بله فلسفه پخپله ليکنه کې و څېړم او هغه دا چې ويل به يې "خپل قام خپله پارټي" او دا خبره نه يواځې يو زورور سياسي شعار دى، بلکې دا يوه ستره نظرياتي سياسي فلسفه هم ده چې د پښتنو په سياسي تاريخ کې په لومړي ځل هغه وړاندې کړه او نن له دې نظريې سره په لاکونو سياسي پيروکاران او کارمندان تړلي دي.

خان شهید او باچا خان د یوې غونډې پر مهال

خان شهید او باچا خان د یوې غونډې پر مهال

مخکې تر دې چې زه د خان شهيد پر دې سياسي فلسفه باندې رڼا واچوم، په هغه وخت کې به په دې سيمه کې په ځانګړې توګه د پښتنو په خلاف استعماري سياست ته ځغلنده کتنه وکړو، چې ولې اچکزی صاحب د دې خبرې پایلې ته رسېدلی وو، چې خپل قام خپله پارټۍ یې د پښتانه ولس د مریتوب او بې وزلې ورځې درمان بلله۔

انګرېزانو د خپلو استعماري پاليسو په برکت د اتلسمې مېلادي پېړۍ په وروستيو کې هند تر خپلې ولکې لاندې راووست او د اباسين تر څنډو را ورسېد، خو دا چې انګرېزي استعمارچیان تر ټولو زيات له افغان وطن څخه په ډار او ويره کې ول، دا خبره د هغه وخت د افغان باچا شاه زمان، د فرانسوي سرلښکر او شاهنشاه نيپولين بوناپارټ او د هند د ټېپو سلطان تر منځ په ليکونو کې څرګنده شوې ده.

خان شهید له پخواني پاکستاني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو سره

خان شهید له پخواني پاکستاني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو سره

انګرېزانو هغه مهال د ازاد افغانستان د نيولو لپاره دوې سياسي تګلارې جوړې کړې چې په هغه کې يوه تګلاره د ماهرانه نه فعاليت (Masterly inactivity) په نامه د جان لارنس وه او دويمه په زور د پرمختګ (Forward Policy) په نامه د رابرټ سنډېمن، جان چېکپ او په ځانګړې توګه د کرلاټسن استعماري پاليسي وه.

په زور د پرمختګ «فاروډ پاليسي» دا وه چې په افغانستان کې دې د افغانانو خپل حکومت وي، خو پر سر دې يې د انګرېزانو لاس پروت وي، يانې سنډېمن غوښتل چې افغانستان د انګرېزانو تر ولکې لاندې راولي او د خپلې دې امپرياليستي تګلارې د عملي کولو لپاره لاس په کار شوی هم وو او په دې توګه انګرېزي استعمار د نولسمې پېړۍ په پيل کې د پنجاب د رنجيت سينګ او د ايران په مرسته د افغانستان د نيولو پر تګلاره کار پيل کړ او د دې کار لپاره يې په افغانستان کې له لاسپوڅو، پيسو خوړونکيو او ملايانو څخه په بشپړه توګه کار واخيست.او په ١٨٣٨م کال کې يې پر افغانستان لومړى يرغل وکړ او د همدې لومړۍ افغان- انګليس جګړې (١٩٣٨م- ١٩٤٢م) په نتيجه کې يې د افغانستان باچا دوست محمدخان له باچهۍ لرې کړ او پر ځاى يې د افغان وطن او خاورې واک هېواد پلورونکي شاه شجاع ته ورکړ.

خان شهید په عدالت یا کچرۍ کې

خان شهید په عدالت یا کچرۍ کې

شاه شجاع له پېښوره تر ډېره اسماعيل خانه (اوسنۍ خېبر پښتونخوا) سيمه د پنجاب رنجيت سينګ ته ورکړه چې بيا وروسته انګرېزانو ته وسپارل شوه.انګرېزانو په دويم پړاو کې له پېښوره پر افغانستان بريد وکړ او بيا يې د دويمې افغان- انګليس جګړې (١٨٧٨م- ١٨٨٠م) په نتيجه کې افغان باچا اميرشېرعلي خان ته ماتې ورکړه او د هېواد او ملت دښمن اميريعقوب خان يې د افغانستان باچا کړ، او هغه د تپل شوې او مستعمره ګندمک تړون په لاسليک کولو سره د افغانستان نورې جنوبي سيمې کوټه، سيوۍ، پښين (جنوبي پښتونخوا) او د منځنۍ پښتونخوا کورمه، مېچنۍ او خيبر د انګرېزانو په واک کې ورکړې.پر پاته افغانستان يې د انګرېزانو امر ته غاړه کښېښووه او بيا چې په ١٨٧٩م کال کې په افغانانو کې ملي شعور پيدا شو نو هغوى د ملي پاڅون په ترڅ کې په کابل کې يو انګرېز و واژه او همدارنګه په همدې کال کې د جنرال رابرټس د بريد په نتيجه کې افغانانو د ميوند په ميدان کې پيرنګيانو ته تاريخي ماتې سره مخامخ کړل.تر هغه وروسته يې اميرعبدالرحمن خان د افغانستان باچا کړ او هغه په ١٨٩٣م کال کې د درېيم او وروستي ډيورنډ د استعماري تړون له مخې د افغانستان پر نورو جنوبي سيمو ږوب، بوري (لورالاى) وزيرستان او پر جنوب ختيځو سيمو سوات، چترال او باجوړ باندې د انګرېزانو واک ومانه او په دې توګه له ١٨٠١م کاله راهيسې تر ١٨٩٣م کاله پورې انګرېزانو له چتراله تر بولانه دغه ټوله افغان خاوره ونيوله او بيا يې د دغو سيمو د افغان پېژندنې، کلتور او جغرافيې د ګډوډۍ لپاره نه يواځې دغه سيمې له يوه بله جلا کړې، بلکې د شمال لوېديځې سرحدي صوبې (اټک، ميانوالۍ)، فاټا او برټش بلوچستان غوندې په غيرحقيقي او پښتون دښمنه نومونو يې ونومول.

۱۔۔۔د هند وېش «تقسيم» پر وخت د انګريز خلاف که توده مبارزه وه اوکه سياسي، پښتنو تر هرچا ډېره سرښندنه کړې خو ګټه کانګرېس او مسلم ليګ يوړه،

انګرېزانو دغه ټولې سيمې د خپل استعماري پرمختګ د فاروډ پاليسۍ له مخې له افغانستانه بېلې کړې او دغو نيول شويو سيمو ته يې د څلورو جلا انتظامي يونټونو غيرفطري نومونه ورکړل. کله چې برټش بلوچستان تر بريتانوي ولکې لاندې راغى تر هغه وروسته انګرېزانو د توپک، جبر او د استعماري پرمختګ د فاروډ پاليسۍ په وسيله د افغانستان يو څه برخه په هند ګډه کړه او بيا يې د دغو سيمو د افغاني هويت، ازادۍ، تاريخ او کلتور د له منځه وړلو لپاره منځنۍ پښتني سيمې په فاټا، شمالي سيمې په شمال لوېديځ سرحدي صوبه «ايالت» (NWFP) او د اټک او ميانوالۍ سيمې يې په پنجاب صوبه ګډې کړې، جنوبي سيمې يې له ږوبه تر سيوۍ پورې د برټش بلوچستان په غيرفطري او جغرافيوي نومونو و نومولې.

خان شهید له افغان ولسمشر سردار محمد داود خان سره

خان شهید له افغان ولسمشر سردار محمد داود خان سره

د دې سيمې پښتنو د انګرېزانو د دې استعماري جبر او د پښتنو د وطن د سره وېشلو په خلاف بېلابېل قومي تحريکونو په جوړولو سره خپل ږغ پورته کړ او بېلابېل پښتني ملي تحريکونه پيل شول او اخير انګرېزان د پښتنو د دغو پاڅونونو او تحريکونو په نتيجه کې پر ګونډو شول، بل لور ته د هند قومي تحريکونو هم د انګرېزانو په ضد مبارزه پيل کړې وه چې په هغوى کې کانګرس تر ټولو ستر تحريک وو.

د انګرېزانو په خلاف چې په هند او افغانستان کې ملي تحريکونه پيل شوي وو، نو دلته له پېښوره تر کوټې په مستعمره پښتون وطن کې هم سياسي او وسلوالو تنظيمونو د خپلواکۍ لپاره مبارزه پيل کړې وه، د همدغو سياسي حالاتو او د پښتنو د وېشلو په خلاف د عبدالله خان کلا د ګلستان سيمې په عنايت الله کارېز کلي کې د عبدالصمدخان اڅکزي په نامه له يوه تاند ځوان سره هم دا فکر او ملي احساس پيدا شو، چې نه يواځې د انګرېزانو له ولکې د خپلې مورنۍ پښتني خاورې ازادولو ته اړتيا ده، بلکې دا خاوره بيرته په خپل اصلي وطن افغانستان ګډولو پکار دي. د همدې ارمانونو د سر ته رسولو لپاره عبدالصمدخان اڅکزي د عملي سياست پر ډګر ګام کښېښود او په لومړي ځل يې نه يواځې د غازي امان الله خان د ملاتړ لپاره د توپک په ور پورته کولو سره د وسلوالو مبارزې تکل وکړ، بلکې په ډېر کم عمرۍ کې د انګرېزانو په خلاف د مقاومت او مبارزې په جرم په زندان کې بندي هم شو.

د خان شهید زوی محمود خان اڅکزی

د خان شهید زوی محمود خان اڅکزی

عبدالصمدخان اڅکزي په پيل کې د پښتنو په شمول د بلوڅانو، سينديانو او سرايکيانو د حقوقو لپاره پر هر سياسي ميدان ږغ پورته کړ، ځکه دى پوهېده او دې نتيجې ته رسېدلى وو چې د انګرېزانو له مرييتوبه د خلاسون لپاره دې ته اړتيا ده چې بايد خپل يو ځانګړى او د قوم استازى سياسي ګوند ولري، د همدې مقصد لپاره يې په ١٩٣٨م کال کې په لومړي ځل دپه ۱۹۲۹ کې(انجمن وطن ګوند) په نامه د يوه سياسي سازمان بنسټ کښېښوو، د دې ګوند بنيادي مقصد دا وو چې د پښتنو، بلوڅو او دلته د نورو مېشتو مظلومو قومونو استازيتوب او د دوى لپاره سياسي مبارزه وشي چې انګرېزان له دې سيمې و ايستل شي. کله چې په ١٩٣٢م کال په هند کې د مظلومو قومونو (کانګرس ګوند)، د خان عبدالغفار خان باچاخان (خدايي خدمتګار تحريک)او نور سياسي ګوندونه د ګډې مبارزې په مقصد په کانګرس ګوند ګډ شول نو عبدالصمدخان اڅکزي خپل ګوند په کانګرس ګډ نه کړ، بلکې له کانګرس ګوند سره يې اتحاد وکړ، ځکه دى په دې فکر وو چې له کانګرس يا نورو ګوندونو سره خو اتحاد کېداى شي خو که خپل تحريک د دوى په ګوند ور ګډ کړي، نو هېڅکله به هم د خپل قوم د حقونو لپاره په ښه ډول ږغ پورته نه کړاى شي.

که تاريخ ته ځیر شو، نو په دې خبره رسيدلی شو چې له پښتنو سره هر وخت دوکه شوې ده. غورځنګونه او تحریکونه پښتنو چلولي دي او ګټې یې نورو قامونو خوړلي دي.لکه

په همدې توګه عبدالصمدخان اڅکزي د کانګرس له لارې او د خپل (انجمن وطن ګوند) په وسيله د انګرېزانو په خلاف مبارزه کوله، چې په نتيجه کې يې په ١٩٤٤م کال انجمن وطن ګوند غيرقانوني اعلان شو خو ورستہ لدې ډېر ژر عبدالصمدخان اڅکزى بندي کړل شو.

له کانګرس سره د اتحاد او په انجمن وطن ګوند کې د شاملو نورو قومونو د عمل او سياسي چلند له امله عبدالصمدخان اڅکزى دې نتيجې ته رسېدلى وو چې د ډېرو قومونو ګډ ګوند هېڅکله د پښتنو د حقوقو لپاره د برابرۍ په ساتلو او سل په سلو کې په ژمنتيا (تعهد) سره مبارزه نه شي کولى، ځکه نو د پښتنو د خپلې پېژندنې او ملي يووالي لپاره دې ته اړتيا وه چې دوى بايد د خپل قام يو ځانګړى او استازى ګوند ولري، يو داسې سياسي تحريک چې په مبارزه يې د يوه قام په توګه د وخت په واکمنانو خپل نوم او قومي حيثيت وپېژندل شي، په همدې وخت کې د دې سترې نظريې (خپل قام، خپل ګوند) بنسټ کښېښوول شو او وروسته ثابته هم شوه چې په کانګرس کې کوم سياسي ګوندونه ګډ شوي وو، د هند د کوچنۍ وچې (برصغير) د وېشلو پر وخت هغوى ځانګړى حيثيت خپل نه کړ او نه د پښتنو د استازي ګوند په توګه وپېژندل شو. د هند وېشلو پر وخت کانګرس د خپلو سياسي مبارزو په نتيجه کې اوسنى هند او مسلم ليګ ګوند پاکستان تر لاسه کړ او د پښتنو د ملي خپلواکۍ خبره پر ځاى پاته شوه.

خان شهید او باچا خان د هند له وتلیو سیاستوالانو سره

خان شهید او باچا خان د هند له وتلیو سیاستوالانو سره

کله چې د ١٩٤٧م کال د جون پر درېيمه نېټه د هند د کوچنۍ وچې د سره وېشلو پلان جوړ شو او تر هغه وروسته هند او پاکستان په دوو هېوادونو کې سره ووېشل شول، نو انګرېزانو له افغانستانه د نيول شويو سيمو په اړه د دې پرېکړې واک ورکړ چې شمال لوېديځ سرحدي ايالت (اوسنۍ خېبر پښتونخوا) دې د ټولپوښتنې (ريفرنډم) په وسيله او کميشنري صوبه( د برټش بلوچستان پښتني سيمه) دې د شاهي جرګې او د کوټې د ښاري کومېټې (ميونسیپل کمېټۍ) په وسيله يا په پاکستان ګډه شي او يا دې په هند کې پاته شي. له بده مرغه په کانګرس او مسلم ليګ ګوندونو کې د پښتنو د ملي خپلواکۍ د نه يادولو او د پښتنو د استازي ګوند د نشتوالي له امله انګرېزانو د دغو مستعمره سيمو خلکو ته د خپلې خپلواکۍ لپاره درېيمه متبادله لاره او خوښه ور نه کړه او پښتنو ته يې واک ور نه کړ چې دوى بيرته يا په خپل اصلي تاريخي وطن افغانستان ګډ شي او يا خپل يو بېل خپلواک هېواد جوړ کړي.که څه هم چې خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي په ١٩٤٥م کال کې خپل ملګري باچاخان ته يو ليک هم ور لېږلى وو او په هغه کې يې ورته ليکلي وو چې له بريتانوي حکومت او کانګرس څخه بايد وغواړي چې د بريتانوي هند له خوا مستعمره پښتني سيمې بايد په هند ګډې نه کړي او د پښتونستان په نامه د يوه بېل خپلواک هېواد غوښتنه ترې وکړي، خو داسې ونه شول او د پښتنو مستعمره سيمې په پاکستان ګډې کړل شوې.

قاضي صاحب! دغه ستا تورې بنديخانې، جبر او د زندان ستړې ستونزې ما د پښتونستان له غوښتنې هېڅکله نشي لاس پر سر کولاى، بلکې مرګ مې هم له دې غوښتنې نشي راګرځولى، بلکې د جبر او استبداد دغه چلند زما نظريه او اراده نوره هم پخوي".

د پښتون مشر خان عبدالغفارخان باچاخان او خان عبدالصمدخان اڅکزي په شمول اکثرو سياسي او قبايلي مشرانو پر دې غيرفطري وېش کلک غبرګون ښکاره کړ او دا يې له پښتنو سره ظلم او دښمني وګڼله. له همدې سره سم په ١٩٤٧م کال کې په بنو کې د پښتنو يوه ډېره لويه قومي جرګه وشوه او د دې جرګې په نتيجه کې د پښتنو د دې تازه وېش په خلاف يو قرارداد وړاندې شو چې د بنو قرارداد په نامه مشهور دى او په نتيجه کې يې له چتراله تر بولانه د دې مستعمره سيمو د يو ځاى کولو او يوه خپلواک پښتون مملکت د جوړولو پرېکړه وشوه.

هم پدي وخت يعني په ۱۹۵۴ کي دا هغه وخت پاکستاني ډيکټېټر ايوب خان د بنګال پر ضد د مشرقي او مغربي پاکستان ټولې صوبې سره ګډې کړې ، او یو يونټ یې ترې جوړ کړ، يعني په ملک کې ۲ صوبي، مشرقي پاکستان (بنګله دېش) يو ايالت او دا مغربي پاکستان( موجوده پاکستان) بله صوبه وګرځول شوه. په دې سره پاکستانيو واکدارانو د هېواد د محکومو قامونو سندي، بلوڅ، او پشتون ايالتونه او کلتوري، سياسي حقوق له مينځه يوړل، چې بیا د دې پر ضد د دې ټولو قامونو وطن دوستو سياسي مشران يو سياسي متحده محاذ “ نېشنل عوامي پارټي (نيپ)” جوړه کړه، چې له دې لارې به په هېواد کې د جمهوريت بحالي، د قامونو، ثقافت او ژبو پر بنسټ د خپلواکه صوبې جوړولو، د پخوانيو صوبو بحالولو او په هېواد کې د محکومو قامونو لپاره به مبارزه کوي۔ خو چې څه وخت د دې وطنپالو سياسي ګوندونو په نتيجه کې د ايوب خان پيش رو يحياخان ون يونټ مات کړ، او ټولې صوبې یې پخواني حالت ته یووړې خو د پاکستان پښتانه نه یوازې داچې په څلورو برخو کې د تېء په څېر ويشلي پاته ښو بلکې د پښتون وطن د وجود يوه برخه برټش بلوچستان صوبه چې د کوټې او بلوچستان اوسنۍ پښتني سيمه وه، د پاکستان ریاست د بلوڅ مشرانو په خوښه په بلوڅ سيمو ورګډه کړه.

دلته يو وار بيا دا خان عبد الصمد خان دا خبر ريښتیا ثابته شوه چې د قام ناتار پا قام راګرځي۔ يعني خپل قام خپله پارټي۔ همداسې په ۱۹۷۳ کې چې څه وخت د پاکستان ائين جوړ شو، په هغه کې هم دا پښتانه په دې ائين کې په څلور برخو ويشلي پاته شول. او نوی ایین د پښتانه ولس په يوه صوبه کې له راغونډولو سټ انکاري شو، دلته بيا تاريخ دا خان عبد الصمد خان اڅکزي نظریه رښتنونې ثابته کړه۔

که تاريخ ته ځیر شو، نو په دې خبره رسيدلی شو چې له پښتنو سره هر وخت دوکه شوې ده. غورځنګونه او تحریکونه پښتنو چلولي دي او ګټې یې نورو قامونو خوړلي دي.لکه

۱۔۔۔د هند وېش «تقسيم» پر وخت د انګريز خلاف که توده مبارزه وه اوکه سياسي، پښتنو تر هرچا ډېره سرښندنه کړې خو ګټه کانګرېس او مسلم ليګ يوړه،

۲۔۔۔ که بيا د ون يونټ پرضد د نېشنل عوامي پارټۍ تحريک وو، خان شهيد ۱۴ کاله د ون يونټ خلاف زندان یووړ، خو ګټې بلوڅانو او نورو قامونو يوړې.

۳۔۔۔ هم داسې بيا د پاکستان د ائين د جوړېدو پر وخت، پښتانه بې برخې پاته شول۔

که څه هم په دې هر دور کې پښتنو سياسي مبارزه کوله، خو له نورو قامو سره په شريکه مبارزه وه، ځکه هغو قامونو زموږ له لارې خپلې ګټې واخيستې او موږ پر تش ډګر پاتې شول.په دې حالاتو کې خان عبدالصمد خان اڅکزي دا فيصله وکړه چې د قام ناتار په قام راګرځي، او پښتانه به ځان ته بېل یو خپلواک ګوند جوړوي. همدا وه چې په کوټه کې یې له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ بنسټ کېښود.

دا هم هاغه همت او سياسي جرات وو چې د بابا په زړو هډونو کې تر وروستۍ سلګۍ پورې ځوان پاته شو او د همدې فکر لپاره پر خپلو نظرياتو باندې د سودا کولو پر ځاى يې خپل قيمتي ژوند هم له لاسه ورکړ او د خپلو نظرياتو او د قوم د يووالي لپاره د خپل سر د قربانۍ په ورکولو سره نه يواځې د تل لپاره ژوندى پاته شو، بلکې له غلامۍ د خلاسون لپاره نن هم په لکونو پښتانه افغانان د "خپل قام خپل ګوند" د نظريې او مفکورې په زرين مزي د دانو غوندې سره پيلي دي.

خان شهيد چې د پښتنو لپاره څنګه ګوند غوښت هغه د خان شهيد په دې وينا کې له ورایه جوتېږي۔

“په ١٩٥٦م کال کې چې باباى پښتون عبدالصمدخان اڅکزى د يوه بندي په توګه د لاهور اعلا عدالت ته وړاندې کړل شو، نو د عدالت قاضي پوښتنه ترې وکړه چې پر تا دا تور دى چې ته د پښتونستان په نامه د يوه بېل هېواد غوښتنه کوې، نو بابا پخپله له تدیبره ډکه خو پسته لهجه کې ځواب ورکړ:

خان شهید له زندانه د خوشې کېدو پر مهال

خان شهید له زندانه د خوشې کېدو پر مهال

"قاضي صاحب! د خپل قوم د بچیانو لپاره ښه او روښانه سباوون غوښتل ګناه ده؟ قاضي صاحب! زه د خپل قوم د ماشومانو لپاره ښه تعليم غواړم او هغه هم د دوى پخپله مورنۍ ژبه، ځکه چې دا د ټولې نړۍ د انسانانو غوښتنه ده چې کوشنيانو ته بايد د هغوى په مورنۍ ژبه د تعليم کولو حق ورکړل شي، پښتنو ته هم بايد د خپل کلتور او ژبې د ودې او پرمختګ حق ورکړل شي. هر پښتون بايد د ښه کار روزګار حق ولري، دوى هم بايد د ښه علاج او درملنې اسانتياوې ولري، دوى ته بايد د خپلې خاورې پر وسايلو د واک حق ورکړل شي، خپلواکي او په خپلو پرېکړو کې واک لرل د انسان له بنيادي حقونو څخه شمېرل کېږي،

قاضي صاحب! دغه ستا تورې بنديخانې، جبر او د زندان ستړې ستونزې ما د پښتونستان له غوښتنې هېڅکله نشي لاس پر سر کولاى، بلکې مرګ مې هم له دې غوښتنې نشي راګرځولى، بلکې د جبر او استبداد دغه چلند زما نظريه او اراده نوره هم پخوي".

XS
SM
MD
LG