د لاسرسي ځای

کېري: له راحیل شریف سره غونډه ګټوره وه


د امریکا ډګر جنرال هلورسن له پاکستاني لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره

د امریکا ډګر جنرال هلورسن له پاکستاني لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره

د امریکا دفاع وزارت پېنټاګون په یوه خپاره کړي راپور کې پر پاکستان د وسله والو اورپکو کارولو تور پورې کړی و، لکه د بېلګې په توګه په پاکستان کې له مېشته حقاني شبکې، افغان طالبان او اسلامي اورپکي په افغانستان کې د خپلو لاسپوڅو په توګه کاروي چې د هند شتون کمزوری کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي چې په واشنګټن کې یې هلته په سفر ورغلي د پاکستان له لوی درستیز جنرل راحېل شریف سره ګټوره غونډه کړې.

خو کېري د غونډې ځانګړی ځای نه دی ښودلی.

په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکي وايي، چې شریف د خپل سفر پر مهال له افغانستانه د ۲۰۱۴م کال تر پایه د ډېری امریکايي جنګي سرتېرو د وتلو په ګډون د سیمه ییز امنیت پر موضوعګانو خپل دریځ وړاندې کړ.

له افغانستان سره د نوي منل شوي تړون په ترڅ کې به، نژدې ۱۲زره امریکايي، او د ناټو په مشرۍ سرتېري د ۲۰۱۵م کال تر پایه پاته کېږي چې د قانوني اجازې له مخې به له طالبانو او نورو اورپکو سره په جګړیزه عملیاتو کې برخه اخلي او یا هم افغان امنیتي ځواکونو ته به په یرغلیزه عملیاتو کې مرسته ورکوي.

د پاکستان پوځ د ولسي اړیکو ډایرېکټر جنرل عاصم باجوه وايي، واشنګټن بیا د دوو کلونو خپلمنځي ترینګلتیا وروسته له پاکستان سره راشه درشه کولو ته تیار دی.

دی وايي، کېري د پاکستان او افغانستان اړیکو ښه والي کې پرمختګ د ته هرکلی ویلی دی چې کله د سیمه ییز ټېکا پر لور د ګام اخیستو په موخه د تېرې نومبر میاشتې پر ۱۵مه نېټه د دواړو هېوادونو مشرانو سره ولیدل.

د۲۰۱۳م کال په نومبر کې د پاکستان لوی درستیز کېدو پس دا امریکا ته د شریف لومړی سفر دی.

د هغه سفر دوو اونیو ته وغځېدلی، چې په دې سره دا په امریکا کې د یوه پاکستاني پوځي مشر تر ټولو اوږدې شپې دي.

شریف له هغه لږ وروسته واشنګټن ته سفر پیل کړ چې د امریکا دفاع وزارت پېنټاګون په یوه خپاره کړي راپور کې پر پاکستان د وسله والو اورپکو کارولو تور پورې کړی و، لکه د بېلګې په توګه په پاکستان کې له مېشته حقاني شبکې، افغان طالبان او اسلامي اورپکي په افغانستان کې د خپلو لاسپوڅو په توګه کاروي چې د هند شتون کمزوری کړي.

XS
SM
MD
LG