د لاسرسي ځای

هند او پاکستان بیا د تربګنۍ ښکار دي


د واهګا پوله

د واهګا پوله

په داسې حال کې چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ اړيکې تر څه حده ښې شوې وې چې د هندي وزیر اعظم د لوړې په مراسمو کې د پاکستاني وزیر اعظم ګډون یې ښه بیلګه ده ، خو د هند او پاکستان ترمنځ د واهګا پر پوله د شوې ځانمرګې حملې نه پس د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې بیا ترینګلې شوي دي.

دپاکستان د استخباراتو پخواني مشر جنرال حمید ګل له دې بریده وروسته پر هندوستان تور ولګولو چې پاکستان کله هم هندوستان ته د دوستۍ لاس غزولی نو هغوی ورته همداسې ځواب ورکړی دی.

دي ډپلوميټ مجله ليکي که څه هم د دغه ځانمرګي بريد پړه د پاکستان پر زمکه موجودو وسلوالو ډلو پر غاړه اخستې خو د دی باوجود حميد ګل یې تورپه هندوستان پورې کوي. په پاکستان کې یو شمیر خلک د حمید ګل سره هم غږي دي.

دي ډیپلومیټ مجله لیکي له بده مرغه په دې وروستیو کې د هندوستان وزیر اعظم نریندرا مودي هم د پاکستان پرضد راپارونکي بیانونه ورکړل چې له کبله یې د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي ته لمن ووهل شوه.

پوښتنه دا ده چې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې ولې دومره زر خرابې شوې؟

ډپلوميټ مجله ليکي افغان او او هندي امنيتي ادارې د افغانستان په هرات کې د هند په قونسلګرۍ د شوي وسلوال بريد تور پر هغو وسلوالو ډلو لګوي چې د دوی په خبره په پاکستان کې ميشته دي او د دی هيواد ملاتړ ورته ترلاسه دی. مجله زياتوي زياتره پر دی عقيده دي چې دغه بريد د پاکستاني پوځ لخوا نه يواځې هند ته بلکې د پاکستان وزيرعظم نواز شريف ته هم دا يو پغام ورکوي چې دوی له هند سره دښمني غواړي ځکه چې هم پر دی دښمنۍ پوځ دومره زيات مالي بجټ ترلاسه کوي.

بلخوا د هندوستان موجوده حکومتي ګوند بهارتیا جنتا پارټي هم د کانګرس پر مخکي حکومت تل نيوکې کوي کولې چې په قامي امنيت نرم دریځ لري. دوی ژمنه کوله چې که واک ته ورسیدل نو پاکستان سره به خپله پالیسي سختوي. د يادې مجلې له مخې د دی مطلب دا وچې د پاکستان په اړه به پالسي ډيره دوستانه نه وي.

په مقاله کې راغلي دي په داسې حال کې چې نړيوال ځواکونه له افغانستانه ووځي نو پاکستان او هندوستان لره پکار دي چې خپل منځي اړيکې سمې کړي او دارنګ په سيمه کې د ترهه ګرۍ او سختدريزۍ په ګډه سره مخه ونيسې او که چېرې داسې نه کوي نو دا به نه يواځې د پاکستان او هندوستان لپاره بلکې د ټولې جنوبې اشيا لپآره خطرناک وي.

XS
SM
MD
LG