د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پراخې مظاهرې روانې دي


نن د خیبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کې د جمعيت علما اسلام ( ف ) ډلې پلويانو د يو مخکښ مشر ډاکټر خالد محمود سومرو د وژنې پرضد احتجاجې مظاهرې وکړې

نن د خیبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کې د جمعيت علما اسلام ( ف ) ډلې پلويانو د يو مخکښ مشر ډاکټر خالد محمود سومرو د وژنې پرضد احتجاجې مظاهرې وکړې.

ډاکټر خالد سومرو چې د جمعيت علما اسلام ( ف ) ډلې د سند صوبې عمومي سکرتر وو، په سکر کې پرون نا معلومه وسلوالو په ډزو ووژلو.

د نوموړي ګوند مشر مولانا فضل رحمان تیره ورځ، د خالد سومرو د وژنې پرضد د احتجاجې مظاهرواعلان کړی و.

له پيښوره د مشال راډيو خبریال وايي چې د يادي ډلې پلويانو نن په پيښور، کوهاټ او نورو ځايونو کې احتجاج کړی. مظاهرکونکو په پيښور کې د اسلام اباد موټر وی ، د کوهاټ انډس هايي وی او نورو سړکونه تر څه وخته پورې د احتجاج په توګه بند کړي وو. د احتجاج له وجې بنو، کرک، ټانک، لکي مروت، ډیره اسماعیل خان او یو شمیر نورو علاقو ته د ګاډو تګ را تګ ترڅه وخته پورې څنډیدلی و.

هلته نن په اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د حکومت ضد ستره احتجاجي جلسه کوي. د عمران خان په مشرۍ کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند زرګونه پلويانو د اګست مياشت له څوارلسمې نېټې راهيسې په اسلام اباد کې د نواز شريف د حکومت پرضد پراخ لاريونونه او مظاهرې پيل کړي او دا مهال ددې ښار په ډي څلورلارې کې د پارلمان ودانۍ ته نږدې راغونډ دي.

د تحريک انصاف ګوند يو غړي محمد علی خان پرون له مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي وو چې د اسلام اباد احتجاجې جلسه به پرامنه وي. بلخوا د اسلام اباد انتظامې نن په دي ښار کې دفعه ۱۴۴ لګولې ده.

XS
SM
MD
LG