د لاسرسي ځای

باجوړ : له کراچۍ څخه موندل شوې نجونې خپلو کورنیو ته وسپارل شوې


باجوړۍ نجونې په کراچۍ کې

باجوړۍ نجونې په کراچۍ کې

په باجوړ ایجنسۍ کې حکومتي چارواکو نن ( اتوار ) مشال راډیو ته وویل چې تیره ورځ له کراچۍ ښار څخه شل نجونې چې د لسګونو نورو نجونو سره یوځای په مرموز ډول د یو کور نه د پولیسو لاسو ته ورغلې وې، خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

په باجوړ کې د مشال راډیو خبریال وايي دغه نجونې د خالي په ماسپښین د دوو بجو په شاوخوا کې باجوړ ته ورسیدلې. د باجوړ مرستیال پوليټیکل ایجنټ فیاض شیر پاو په دې موقع وویل :

(( موږ پنځه دیرش جینکۍ د پولیسو نه لاس ته راوړې وې، چې د پنځلسو کورنۍ هملته په کراچۍ کې وې، هغوی مو هلته ددوی کورنیو ته وسپارلې او پاتې شل مو باجوړ ته راورسولې. ))

د تيري چارشنبې پر ورځ د کراچۍ پولیسو د دغه ښار په لیاقت اباد کې له یوه کوره شپږديرش کم عمره نجونې ترلاسه کړي وي، چې د قرض په بدل کې په دغه کور کې ساتل شوې وې.

XS
SM
MD
LG