د لاسرسي ځای

د افغانستان نوې کابینه به زر اعلان شي


د افغانستان د ولس مشر ویاند نظیف الله سالارزی

د افغانستان د ولس مشر ویاند نظیف الله سالارزی

د افغانستان د ولسمشر دفتر وایي، چې د نوي حکومت د کابینې په سر موافقه شوې ده او ډیر زر به د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه رسمي اعلان وکړي.

داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ګنګوسې وې چې د افغان ولسمشر اشرف غني او د اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله ترمنځ د کابینې د وزیرانو د معرفي کولو په سر اختلافاتو سر راپورته کړی او همدا لامل دی چې نوې کابینه تراوسه اعلان شوې نه ده.

خو د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي مشال رآډیو ته وویل چې د ولسمشر اشرف غني او اجرایي رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د کابینې د جوړېدو په اړه موافقه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دغه موافقه په څلورو مسایلو مشروطه ده.په دې شرایطو کې ویل شوي چې د کابینې غړي باید نوې څهرې وي، څلور میرمنې په کې وي، تخنیکي وزارتونو ته مسلکي او وړ کسان تایید او ولسي جرګې ته باید په مرحله په مرحله ور معرفي شي.

داپه داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسمشر معاون جنرال رشید دوستم په دې وروستیو کې رسنیو ته وویل ډاکټر عبدالله پنځوس فیصده وزارتونه غواړي چې داد موازي حکومت د جوړولو په مانا ده. خو د افغانستان د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله بیا په ځواب کې رسنیو ته ویلي وو چې نه غواړي د دوستم د خبرو ځواب ووايي او په دې اړوند نیغ په نیغه د ولسمشر اشرف غني سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG