د لاسرسي ځای

تازه خبر

ریاستي بې غوري ماشومان تورتم ته پورېوهي


ریاستي ناکامي دا ده چې مدرسې په تېره بيا د غير درج شوو مدرسو شمېر په ډېره تيزۍ سره مخ په زياتېدو دی چې حکومت ورباندې هېڅ ډول نظر نه ساتي بلکې په دې خوشاله وي چې سترګي پر پټې کړي.

ماشومان يې قيمت اداکوي تر دې سرليک لانديد پاکستان انګريزي ژبې ورځپاڼې ډان پخپله اداريه کېليکې، موږ ټول پوهېږو چې پاکستانی رياست کمزوری دی،حکومتداري يې محدوده ده او واکمن يې لا پرواه دي نو د ورځپاڼي په وينا په داسې حال کې زياته دړدونکې خبره بيا دا ده چې د دې هرڅه ناوړه اغېز د ټولنې پر کمزورې طبقه یانې ماشومانو باندې پرېوځي.

ډان زياتوي په کراچۍ کې د باجوړ د اوه ديرش ماشومانو نجونو له يوه کوره ترلاسه کېدل دا خبره نوره هم په ډاګه کوي چې څنګه ماشومان د نورو په کشالو او لانجو کې استعماليږي؟

ډان پر مخ ليکې چې د باجوړ نجونو پېښې ته که وکتل شي نو د رياست لومړۍ ناکامي دا ده چې د آييني ذمه واريو سربېره هم د زدکړو زمينه برابرولو کې پاتې راغلی دی.

دویمه ناکامي يې دا ده چې مدرسې په تېره بيا د غير درج شوو مدرسو شمېر په ډېره تيزۍ سره مخ په زياتېدو دی چې حکومت ورباندې هېڅ ډول نظر نه ساتي بلکې په دې خوشاله وي چې سترګي پر پټې کړي.

ډان دريمه ناکامي د هېواد د قرض رسمي نظام يادوي چې تر بې وزلې طبقې نه رسېږي او خلک مجبوروي چې د پور اخیستو او ورکولو خپلې ځاني طريقې جوړې کړي.

او څلورم بيا د پور د راکړې ورکړې په نظام او طريقه کار جوړولو کې ناکامي ده چې په نتيجه کې يې د باجوړ د نجونو په قرض کې د ګرو کولو غوندي پېښي رامنځه ته کېږي.

ډان ورځپاڼه ليکې هم دغه لاملونه دي چې ماشومان د مشرانو په خپلمنځيو کشالو کې قرباني کېږي.

XS
SM
MD
LG