د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د کږې بازار په جومات کې چاودنې ۲۹ تنه ټپیان کړل


د ننګرهار چارواکي وایی، نن د جمعې د لمانځه پر مهال د خوګیاڼو ولسوالۍ د کږې بازار جامع مسجد کې يوې چاودنې د جومات د ملا امام په ګډون ۲۹ تنه لمونځ کوونکي ټپیان کړل.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول،احمد ضیا غبدالزي مشال راډيو ته وويل:چې ۲۶ تنه د کږې بازار مرکزي روغتونته د درملنې لپاره وړل شوي او درې تنه يې د عامې روغتيا مرکزي روغتون ته راوړل شوي دي.


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG