د لاسرسي ځای

تازه خبر

دیني عالم نواز عرفاني پاړه چنار کې خاورو ته وسپارل شو


په پېښور کې د شییعه دیني عالم د وژنې پر ضد لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

په پېښور کې د شییعه دیني عالم د وژنې پر ضد لاریون

انجمن حسینیه د هغه پر مړینه څلویښت ورځنی ویر اعلان کړی دی، او پاړه چنار بازار به هم تر درو ورځو په احتجاج کې تړلی وي.

په اسلام اباد کې د وسله والو لخوا وژل شوی شییعه دیني عالم شېخ محمد نواز عرفاني په کورمه ایجنسۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

د انجمن حسینیه یوه غړي حاجي اسحاق حسین مشال راډیو ته وویل چې د خداې بخښلي نواز عرفاني مړی يې د زیارت پر ورځ له پنډۍ ښاره و پاړه چنار ته راوړ او زیاتوي چې د وصیت له مخې یې هغه په پاړه چنار کې خاورو ته وسپارلو.

نژدې اوه څلوېښت کلن دیني عالم محمد عرفاني زیاتره عمر په پاړه چنار کې تېر کړی وو، چې یوه مېرمن، دوې لوڼې او دوه زامن یې تر شا پرېښودل.

له سیمې د راسېدلو راپورونو له مخې، د شییعه دینی عالم د جنازې په لمانځه کې ګڼو خلکو ګډون کړی وو.

شېخ محمد نواز غرفاني د روانې نومبر میاشتې پر ۲۶مه نېټهپه اسلام اباد کې هغه مهال وسله والو په ډزو ووژلو چې له خپله کوره یوې ځايي امام باړې ته پر لاره و.

د سنې ډلې یو مشر ملک محبوب خان د دیني عالم په مرګ سخته خواشيني او خپګان ښودلی. له مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړي د هغه وژنه په سیمه کې د امنیت خرابوالو یو سازش وباله.

بلخوا په پېښور کې د شییعه دیني عالم شېخ محمد نواز عرفاني د وژنې په غبرګون کې د پنجشنبې پر ورځد شیعه مسلمانانو بېلابېلو تنظیمونو د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې احتجاجي مظاهرې ترسره کړې. هغوی د تره ګرۍ او حکومت پر ضد نارې ووهلې او له حکومته یې غوښتنه کولهه چې د علامه شېخ نواز عرفاني قاتلان دې ونیول شي، ګنې دوی به په دې لړ کې احتجاجي تحریک وچلوي.

XS
SM
MD
LG