د لاسرسي ځای

په نړۍوال بازار کې د تېلو بیې ډېرې ټيټې شوې دي


د پېټرولو برامدوونکو هېوادونو سازمان اوپېک تر دې پرېکړې وروسته چې د تېلو پیداوار به نه کموي، په نړۍوال بازار کې د تېلو بیې ډېرې ټيټې شوې.

تېره ورځ په ویانا کې تر یوې غونډې وروسته اوپېک اعلان وکړ چې دوی به د تېلو په ټول پیداوار کې بدلون نه راولي. تر دې وروسته د پېټرولو بیې شاوخوا ۷۱ ډالره یو بیرل ته ښکته شوې چې دا په څلورو کلونو کې تر ټولو ټیټه بیه ده.

دا مهال د پیټرولو برامدوونکي هېوادونه هر ورځ ۳۰ اربه بیرله تېل تولیدوي. په اوپېک کې ۱۲ هېوادونه شامل دي چې د نړۍ د تېلو تر ټولو لوی پیداواریان دي. دوی د کمزورو غړو هېوادونو هغه غوښتنه رد کړه چې په نړیوال بازار کې د تېلو د زیاتې موجودګۍ او د دې د بیو ټيټېدو له کبله دې پیداوار کم کړي. د اوپېک غړو هېوادونو بله غونډه به د راتلونکي کال په جون کې کېږي.

XS
SM
MD
LG