د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې د پاکستانۍ اسیه بي بي په حق کې غږ پورته کړ


اروپايي ټولنې د پاکستاني عدالت پر هغې پرېکړې انتقاد کړی دی چې پکې د مذهب سپکاوي په تور د یوې عیسوۍ ښځې د مرګ سزا برقراره ساتل شوې ده.

تېره میاشت لاهور های کورټ د مرګ سزا پر ضد د اسیې بي بي غوښتنلیک «اپیل» رد کړ. اسیه بي بي د پینځو بچیو مور ده او په ۲۰۱۰ز کال کې ورته یوه عدالت د اسلام پیغمبر د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې وه.

د هغې وکیل ژمنه کړې چې اوس به سپریم کورټ ته ځي. په دې لړ کې د اروپايي ټولنې پارلېمان پرونی قرارداد په لوی اکثریت منظور کړ. پرېکړه لیک پر پاکستاني سپریم کورټ غږ (ږغ) کوي چې ((بې له ځنډه او په چټکۍ د دې معاملې اورېدنه پیل کړي او په خپله پرېکړه کې د قانون سرلوړۍ ته پام وکړي او د بشري حقونو درناوی وکړي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG