د لاسرسي ځای

افغان ولسمشر د امنیتي تړون حق کې د ولسي جرګې ګام وستایلی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني د مشرانو جرګې له خوا له امریکا او ناټو سره د امنیتي او دفاعي تړونونو د منظورۍ هر کلی کړی.

د ولسمشر له دفتره په بېګاني خپور شوي بیان کې د غني له خولې ویل شوي، د مشرانو جرګې دا ګام د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره مثبت عمل دی. تېره ورځ، د افغانستان مشرانو جرګې د تړلو ورونو شاته په یوه غونډه کې له امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه په اکثریت رایو منظور کړل.

تر غونډې وروسته د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلم یار خبریالانو ته وویل، د تړونونو په حق کې ۶۵ سېنېټرانو رایې ورکړې:

«په ټوله کې دوه غړي له غونډې ووتل، پینځو یې په مخالفت کې رایې ورکړې او ۶۵ سېنېټرانو د تړون په ملاتړ کې خپلې رایې ورکړې»

د افغانستان ولسي جرګې د یکشنبې « اتوار» پر ورځ له امریکا او ناټو سره امنیتي او دفاعي تړونونه منظور کړي ول.

XS
SM
MD
LG