د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وسله والو طالبانو د رواني ناروغیو درملګر


په افغانستان کې د نفسیاتي (رواني) ناروغیو ډاکتر نادر علیمي له تېرو ۲۷ کلونو راهیسې په مزار شریف کې د ناروغانو درملنه کوي.

ده له مشال راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې د هغو وختونو یاد تازه کړ چې کله یې د هغو افغان وسله والو طالبانو علاج کاوه چې په رواني ناروغیو اخته ول. افغان طالبان له ۱۹۹۶ز کاله تر ۲۰۰۱ پورې واکمن ول. په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سېپټېمبر ۱۱ مې تر حملو وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د طالبانو حکومت ړنګ کړ. وروسته وسله والو طالبانو بیا د جنګ لوري ته مخه کړه.

د ډاکتر علیمي خاطرې نن هم ځکه ارزښت لري چې اوس هم د وسله والو په لیکو کې شامل ځوانان په افغانستان او پاکستان کې په بریدونو او جګړو اخته دي.

له ډاکتر نادر علیمي سره له دې مرکې په جګړه کې د ښکېلو وسله والو د نفسیاتي یا رواني کیفیت اندازه لګول کېدای شي.

مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د وسله والو طالبانو د رواني ناروغیو درملګر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG