د لاسرسي ځای

د ډيلي د فاتحانو لمسيانې د ډيلوالو په کوڅه کې په يوه تورتم کوډله کې پرتې دي،ډيلې وال يې تماشې ته راټول شوي دي، او ټول د باجوړ د جينکو په دې حال په زړه زړه کې اوښکې تويوي.

له ريډيو مې دا سندره اوريدلې وه چې:
ژاړي باجوړۍ جينکۍ متين يې مړ کړو
او اوس يې سيند ته غورځوينه...


هغه وخت راته مالومه نه وه چې باجوړۍ جينکۍ د متين په وژنه ولې وير کوي او ژاړي. د وخت د تيريدو سره سره په دې هم پوهه شوم چې عبدالمتين د هغه وخت د پښتنې ټولنې د پرمختګ په مرۍ پروت د لوي ښامار خانيزم په ضد مبارزه کړې وه ، د وخت د نمرود په سترګو کې يې سترګې اچولې وې او په اخر کې د خپلې مبارزې په لړ کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړې و.


ددې سندرې ځينې مسرې داسې هم وې چې
متين به تور کې قلابند شو
سلا راوړينه ، عبدالمتينه زولنې درله راوړينه


يوازې عبدالمتين نه دي، د باجوړ جينکو د بخت منير په اتلولۍ ساندې او سندرې ويلي دي
بيا هغه ماښام دي
د بخت منير د جرمنۍ ټکا راخينه.


عجيبه اتفاق دي ، بخ منير او متين هم د باجوړ د سالارزو سېمې سره تعلق لري او ددغې سېمې جونه دوي په سندرو کې ستاي.
وايي تاريخ تکراريږي،نن مې هم باجوړۍ جينکۍ وليدلې چې ژړل يې، سلګې يې وهلې، خو دا ځل د ازادۍ دکوم اتل په مرګ وير نه کوي ، په ځان وير کوي،په خپل حالت اوښکې څڅوي. دا هم اوښکي دي او او هغه هم اوښکې وې چې د باجوړ جينکو په عبدالمتين مبارز تويولې، خو تاريخ ليکل کيږي، هغه هم تاريخ دي ، او دا ننۍ اوښکې هم تاريخ شو .
سبا ته به يې خلک يادوي، خو دداوړو ترمنځ د زمکي او اسمان هومره توپير دي، ددواړو ترمنځ د اور او اوبو نسبت دي .
که متين د پښتونخوا د ((تور)) په قلعه کې د وخت جاګيردارانو بنديوان کړي و، خو نن د متين په مړي وير کونکې جونه پخپله قلابندې دي ، خو قلا دا ځل په تور کې نه، د کراچۍ په لياقت اباد کې ده . دا قلعه د غيرپښتنو په هغې کوڅه کې ده چرته چې سکڼ ډيلوال اوسيږي
۶۵ کاله مخکې د هيند د تقسيم څخه روسته د ډيلي نه کډه شوې نيم زالې، زړې او ځوانې مېرمنې ددې جينکو سيل ته راغلي، او په خپلو کې وايي
پښتانه هم عجيبه خلک دي
آيا ددوي ميندې به مېرنې وي ؟ چې دوي يې په دې عمر کې د خپل وطن څخه دومره لېرې راستولي دي؟
ددوي زړونه به د څه شي جوړ وي؟
د چا په خپلو دا هم پيرزو شي ؟ زما خو دا باور نه راځي.....او
د ډيلي کراچيواله فرحين چې کله د باجوړ ۲۶ ملالې په يو وړه،تنګه او تورتم کوټه وويني نو خپله شمايله يې په زړه کې نيغه ودريږي، هغه وايي دا به هم د چا لوڼه وي، هغه د ماشومې عايشې په سر لاس کيږدي، د باجوړ ماشومه عايشه هم ژاړي او د ډيلي سپين سرې فرحين هم .
فرحين عايشې ته څه وايي، خو عايشه د هغې په ژبه (اردو) نه پوهيږي، دواړه صرف د اوښکو په تويولو د يو بل سره خپل جذبات تبادله کوي.
د باجوړ جينکۍ په دې ژاړي چې له دوو شپو راهسې وږي دي،د قرانشريف،دوعاګانو او مونځونه ترې قضا شوي دي .


دا خبره خوره ده چې د باجوړ جينکۍ د خپلې هغې مدرسې استازې دلته راوستلي دي او بنديوانې کړي يې دي ، ددې دپاره چې د کور له څښتنه قرضه وصول کړي.


د ډيلي د فاتحانو لمسيانې د ډيلوالو په کوڅه کې په يوه تورتم کوډله کې پرتې دي،ډيلې وال يې تماشې ته راټول شوي دي، او ټول د باجوړ د جينکو په دې حال په زړه زړه کې اوښکې تويوي. د ټولو په ذهن کې دا پوښتنې دي.


آيا د قرض د وصولې داسې طريقه هم کيدلي شي؟ چې که قرض نه راکوې نو د باجوړ دې جينکو ته ډوډۍ ورکوه.


د دې تپوس هم مه کوه چې آيا قرضه داري په تېرو دوو شپو کې د پور د خلاصولو په لړ کې د باجوړ جينکو ته کومه مړۍ ډوډۍ هم ورکړې ده کنه ((که مړې شوې شهيدې او که ژوندې پاتې شوې غازۍ )) والا کيسه ده ؟
ددې پيښې روسته د مدرسې د استازې مېرمن حميدې د موبايل نمبر ولې بند دي ؟
ولې د باجوړ دا ۲۶ جينکۍ دلته راوستل شوي دي ، او پاتې اووه نورې ولې لاهم په مدرسه کې پاتې دي ؟
د مدرسې نوم ولې نشته ؟
مېرمن حميده د مدرسې د ودانۍ دوه لاکه روپي مياشتنۍ کرايه ورکوي او د ۲۵ زرو روپو د وصولۍ دپاره د باجوړ جينکۍ تورې سمڅې ته ولې ګوزاروي؟
دا څنګه مدرسه ده ؟ چې له بهر بنګله ښکاري، د مدرسې په نوم راجستر هم نه ده او د نزدې کورونو ماشومانې ورته د سبق دپاره هم نه راځي.
آيا دا مدرسه يوازې د باجوړ هغو مساپرو، په شته پلرونو کې بې پلاره، بې وروره او بې څوکه عايشو،پروينانو،رومانو او ملالو دپاره ده ؟
چرته ددې تر شا خو نور عوامل نه دي پټ ؟
خو دا ټولې پوښتنې د پښتنو پرته د نورو ژبه ويونکو خلکو په ذهنونو کې پرتې دي . دداسې سوچ کولو او دداسې تبصرو کولو حق شايد صرف هغوي ته حاصل دي . د ډيلوالو په دې کوڅه کې ولاړ د باجوړ د جينکو خپل خپلوان او نور پښتانه دا هر څه د نورو خلکو سازش ګڼي،او دا د متين په مرګ د باجوړ د جينکو د ژړا په ضد توطيه بلي،دا د احمدشا ابدالي په ډيلي د کيناستو غچ حسابوي. د شپږ زره کلن تاريخ دعويداران او د باجوړ د جينکو ترونه او ماماګان د مېرمن حميدې پورته کړي قدم د ډيلوالو دې کوڅې رارسولي دي .
دده ذهن ته کله کله شيطان دا وسوسه واچوي او دې فکر وکړي چې په مېرمن حميدې خو ما ډېر باور کړي و، د زړه غوښې مې په پټو سترګو ورته سپارلې وې، ځم له هغې پوښتنه کوم چې د خپلو پيسو دپاره د باجوړ جينکۍ ولې ګاڼه کوې ؟؟؟
بيا وايي توبه خدايې توبه ، خدايه ايمان مې خطا نه کړې ، شيطانه مخ دې تور شه په کوم وسوسو کې دې واچولم.
د وړې پروين په مخ اوښکې وچې شوي دي، خو په سپين رخسار يې د توي شويو اوښکو خاپونه ښکاري. د ټي وي يو کېمره مين دې خاپونو ته کيمره نيولې نيولې ده ،عکس بندي يې کوي. پروين سوچ کې ډوبه ده ، شايد دا سوچ کوي چې د هلکانو د طالبۍ او په مدرسو کې د شپو مې اوريدلي دي خو د ماشومو جينکو د ګرانۍ مورکۍ نه جدا د شپې د تيرولو او طالبۍ کولو مې ايله واريدل.
لمره ورديږه، نو مه راخيژه، زه بيرته شاته تلل غواړم ، زه د عبدالمتين د وخت د باجوړ په جينکو کې شامليدل غواړم ، زه د ۱۹۸۰ نه مخکنۍ پښتنې ټولنې ته واپس تلل غواړم .
په شب پرستو باندې زيرې وکئ
دلته کې لېرې هم رڼا نشته دي

XS
SM
MD
LG