د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د باجوړ ماشومانې به یوازې د هغوی کورنیو ته سپارو'


د باجوړ ماشومانې نجونه لا هم د پولیس په ولکه دي
د باجوړ ماشومانې نجونه لا هم د پولیس په ولکه دي

د کراچۍ د پولیسو ډي ای جي کیپټن طاهر نوید بېګا شپه مشال ریډیو ته وویل د مدرسې د استادانو پر ضد به قانوني کاروایي کوي او ماشومانې به خپلو میندو او پلرونو ته سپاري.

د کراچۍ پولیسو بېګا شپه پر هغې مدرسه چاپه وهلې چې مشرې استادې یې د باجوړ ۲۶ ماشومانې جینکۍ د خپل پور (قرض) د وصولۍ پر سر د یو تن په کور پرېښودې وې. پولیس وایي له دغې مدرسې یې اووه نورې ماشومانې ترلاسه کړي دي، او مدرسه یې بنده کړې ده.


د کراچۍ د پولیسو ډي ای جي کیپټن طاهر نوید بېګا شپه مشال ریډیو ته وویل د مدرسې د استادانو پر ضد به قانوني کاروایي کوي او ماشومانې به خپلو میندو او پلرونو ته سپاري.


(( دا ۳۳ جینکۍ ټولې د باجوړ دي. زموږ اولنی هدف دا دی چې د دوی خپل سکني مور او پلار راشي، چې هغوی ته یې وسپارو. د شپږو جینکو پلرونه راغلي دي، هغوی ته مو ماشومانې حواله کړې دي، پاتې جینکۍ به د ښځینه پولیسو په ولکه کې وي. مدرسه نارجسټر شوې وه، د دې په ضد به قانوني کاروایي کېږي))


نوموړي زیاته کړه د مدرسې استاده حمیده او د هغې خاوند یې هم نیولي دي، او پلټنې ترې روانې دي.

د باجوړ ماشومان نجونو خپلوان د هغه کور مخې ته ناست چې ماشومانې پکې ساتل کېږي
د باجوړ ماشومان نجونو خپلوان د هغه کور مخې ته ناست چې ماشومانې پکې ساتل کېږي

دغه ماشومانې جینکۍ د کراچۍ په ګلبرګ د ډي ای جي په دفتر کې ساتل کیږي چې د خوشې کولو په موخه یې په کراچۍ کې مېشت د باجوړ د سلارزو قام په سلګونو غړي دغلته ورغلي او د شپې تر ناوخته هلته موجود ول،د وهاب په نوم یو قبایلي مشر مشال ریډیو ته وویل:


((د سلازري قام سلګونه کسان راغلي دي، پکار ده چې دا ماشومانې خپلو ترونو، ماماګانو او نورو خپلوانو ته وسپارل شي، دا ماشومانې دې د قبایلي مشرانو په ضمانت ورته حواله شي، دا ماشومانې نورې ستړې شوې دي، په دې توګه به د دوی د زړه پټۍ وشي او تسلي به یې وشي))

د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان هم کراچۍ ته ورغلې چې نجونه خوشې کړي
د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان هم کراچۍ ته ورغلې چې نجونه خوشې کړي

له باجوړه د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان هم د دغو جینکو د خوشې کولو په موخه بېګا شپه ناوخته په کراچۍ کې یاد پولیس سټیشن ته ورغلې. نوموړي مشال ریډیو ته وویل چې ترڅو یې دغه جینکۍ نه وي خوشې کړې واپس به نه ځي.


((تر څو چې دا ټولې ماشومانې خوشي شوي نه وي زه واپس نه ځم، په باجوړ کې به هم مونږ ددې بیا تفتیش کوو ، زه دې ته حیران یم چې ددې جینکو پلارانو داسې کار ولې کړی دی چې خپلې بچۍ یې داسې یو ښځې ته حواله کړي دي . دې پلارانو دا خپلې لوڼه نه لیدلې چې په کوم ځایې کې پرتې دي ؟ دې کې د مدرسې د استازې غیر ذمه دارنه کار کړی دی ، دې پردي بچي ګاڼه کړي دي))


د ماشومانو جینکو خپلوانو غوښتنه کوله چې ماشومانې باید دوي ته حواله شي ځکه چې د زیاتره جینکو پلرونه په باجوړ کې دي او هغوي دلته د راتلو توان نه لري، د حاجي بخړ په نوم یو تن وایي:


((زما لمسۍ په دې ماشومانو کې ده، ماته یې هم نه راکوی. پولیس وایي پلار دې ورته راشي، زه ورته وایم، زما سکه لمسۍ ده، خو پولیس توجه نه راکوي))


د باجوړ د سلارزو تحصیل یو سپین روبي مشال ریډیو ته وویل باید حکومت په دې لړ کې د مدرسې له انتظامي پوره پوره پلټنې وکړي.


((دا خبره دې اخیرې ته ورسول شي چې ولې پردي ماشومان داسې راوستل کیږي، خلکو د مدرسې په استازې باور کړی دی، د سوچ خبره ده چې هغې داسې کار ولې کړی دی ؟ له هرې زاویې دې یې پلټنې وشي، د باجوړ د لوڼو دا موضوع په ټوله پاکستانۍ او انټرنیشنل میډیا خوره ده، زموږ خلک دې خبرې سخت په سوچ کې کړي دي، خلک په ډېر غم او تاو کې دی چې له موږ سره ولې داسې وشول، د دې پوره تفتیش پکار دی))

یاده دې وي تېره ورځ د کراچۍ یوې مدرسې استازې د پیسو د لانجې په سر د مدرسې ۲۶ وړې زده کونکې جینکۍ د مدرسې د یو ملازم په کور کې پریښودلې وې. دغو ماشومانو په یاد کور دوه شپې په نهره تېرې کړې وې چې بیا وروسته پولیسو په دوی چاپه وهلې او په خپله ولکه کې یې واخیستې.

XS
SM
MD
LG