د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلکو ته د انټرنیټ رسېدل دې ((اساسي بشري حق)) وګرځول شي


د سيګي اېپسوس نړیوالې سروې په نوم د انټرنیټ پر امنیت په شوې نظر پوښتنه کې له ۲۴ هېوادونو د شخصي راز ساتنې، انټرنیټ او انټرنیټي امنیت په اړه مالومات غونډ کړل شوي دي.

د سيګي اېپسوس نړیوالې سروې په نوم د انټرنیټ پر امنیت په شوې نظر پوښتنه کې له ۲۴ هېوادونو د شخصي راز ساتنې، انټرنیټ او انټرنیټي امنیت په اړه مالومات غونډ کړل شوي دي.

د نظر پوښتنې تر مخه ۸۳ فیصده خلک دریځ لري چې خلکو ته په ارزانه بیه د انټرنیټ رسېدګي باید ((اساسي بشري حق)) شي. د دې خبرې په حق کې تر ټولو زیاتې رایې په هغو هېوادونو کې خلکو ورکړې دي چې د زورواکه یا ټولواکه نظامونه سابقه یا تاریخ لري.

لکه په مصر، نایجېریا، انډونېشیا او تیونس کې ۹۲ فیصده او په چین کې ۹۰ فیصده خلک وايي، انټرنیټ ته لاسرسی دې بنیادي انساني حق وګرځول شي.

له ټولو هېوادونو څخه غونډ شوي مالومات ښيي چې په مجموعي توګه ۸۳ فیصده خلک فکر کوي چې انټرنیټ یې د راتلونکې، د بیان ازادۍ او سیاسي نظر د اظهار لپاره مهم دی.

سروې ښيي چې په درو کې دوه کسان پر انټرنیټ د خپلو شخصي مالوماتو په راز کې د ساتنې په اړه اندېښمن دي. خو دا شمېر په هر هېواد کې کم یا زیات دی. لکه په لاتیني امریکا او منځني ختیځ کې خلک د شخصي مالوماتو په راز کې د نه ساتلو په اړه ((زیات اندېښمن)) دي. خو په اروپا او امریکا کې کم خلک په دې اړه اندېښنې لري.

د نظر پوښتنې نتیجې ښيي چې ۴۸ فیصده خلک له خپلو حکومتونو خوشاله دي چې انټرنیټ ورته زیات محفوظوي. په دې کې د جرمني ۱۵ فیصده خلک فکر کوي چې پر انټرنیټ شخصي مالومات ډېر محفوظه دي.

په نظر پوښتنه کې ټولو ۲۳،۳۲۶ کسانو ګډون کړی وو او دا کسان د اسټرالیا، برازیل، کاناډا، چین، مصر، فرانسې، جرمني، برتانیې، هانګ کانګ، هند، انډونېشیا، اېټالیې، جاپان، کېنیا، میکسیکو، پولینډ، جنوبي افریقا، جنوبي کوریا، سویډن، ترکیې، امریکا او پاکستان اوسېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG