د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په نړۍ کې په تر ټول زیات رفتار د اټومي وسلو پروګرام پراخوي


پاکستان وايي، اټومي پروګرام یوازې د خپلې دفاع لپاره پر مخ وړي. نن د سېشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم مشال راډيو ته وویل، اسلام اباد له دې لارې د نړیوال ځواکمن هېواد جوړېدو اراده نه لري:

پاکستان وايي، اټومي پروګرام یوازې د خپلې دفاع لپاره پر مخ وړي. نن د سېشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم مشال راډيو ته وویل، اسلام اباد له دې لارې د نړیوال ځواکمن هېواد جوړېدو اراده نه لري:

((د پاکستان اټومي پروګرام یوازې د خپلې دفاع لپاره دی. د [ګواښونو] د مخنیوي لپاره دی. زموږ هېڅ اراده نشته چې [له دې لارې] په نړیوال طاقت بدل شو او نه هم موږ داسې څه اعمال کوو.))

تسنیم اسلم حاضره نه شوه چې د ګواښ یا خطرو وضاحت وکړي او د امریکا د بهرنیو چارو او اړیکو د څېړنیز مرکز (کونسل ان فارن رېلېشنز) د تازه رپورټ دا خبره تصدیق یا تردید کړي چې په نړۍ کې د پاکستان اټومي پروګرام په تر ټولو زیات رفتار یا سرعت پراخېږي.

د پاکستان فېزېک پوه او د ملګرو ملتونو د مشر د نړیوالې بې وسلې کولو مشاورتي بورډ غړی پوهاند ډاکتر پروېز هود بای مشال راډيو ته وویل، که څه هم د پاکستان د ستراتیژیکو پلانونو څانګې د کونسل ان فارن رېلېشنز د رپورټ په اړه لا څه نه دي ویلي، خو اسلام اباد په خوشالۍ مني چې اټومي پروګرام پراخوي:

((د اټومي وسلو مسوولې ادارې یانې د ستراتیژیکو پلانونو څانګې یا اېس پي ډي، د دې خبر تردید نه دی کړی. پاکستان په خوشالۍ دا مني چې د نورو پرتله په زیات شمېر کې اټومي وسلې جوړوي نو په دې رپورټ کې به ضرور ریښتیا وي. پاکستان دا وسلې ځکه جوړوي چې خطر محسوسوي چې که هند ورباندې حمله وکړه نو له پاکستان سره دومره ټانکونه، توپونه او نوره روایتي وسله نشته چې د هند مقابله وکړي.))

د کونسل ان فارن رېلېشنز رپورټ وايي، که د پاکستان اټومي پروګرام پر همدې رفتار روان وي نو تر ۲۰۲۰ز کاله به د شاوخوا ۲۰۰ اټومي وسلو جوړولو صلاحیت ولري.

رپورټ وايي، پاکستان په سیمه کې تر ټولو زیات خطر له هنده محسوسوي، خو له دې سره سره دا اندېښنې هم لري چې کېدای شي امریکا د پوځي عملیاتو له لارې له پاکستانه اټومي وسلې واخلي.

رپورټ زیاتوي، پاکستان په دې معامله کې هغه وخت زیات حساس شو چې په ۲۰۱۱ز کال کې امریکايي ځانګړو ځواکونو په یو اړخیزه توګه، په اېبټ اباد کې عملیات وکړل او د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن یې وواژه.

له ډاکتر پروېز هودبای مې پوښتنه وکړه چې د پاکستان د اټومي وسلو زیاتوالی به د سیمې پر امنیت او ثبات څه اغېز ولري او ایا دا د خطر خبره ده او که نه؟

دی وايي، د اصلي اندېښنې خبره دا ده چې د جګړې په صورت کې د اټومي وسلو د کمانډ او کنټرول مسلې پیدا کېږي:

((زما په اند د تشویش خبره دا ده چې دا اټومي وسلې به د جګړې په میدان کې د هند د ټانکونو وغیره پر ضد استعمالېږي. او چې د جګړې د میدان لپاره اټومي وسلې جوړېږي نو د هغې د قومندې او کنټرول یا کمانډ اېنډ کنټرول ډېرې مسلې پیدا کېږي ځکه چې د هرې اټومي وسلې سره یوه ډله وي، او هغې ډلې ته باید واک ورکړل شي چې د ضرورت په وخت کې دا بم استعمال کړي. خطر دا دی چې کله جګړه وي نو جذبات ډېر پارېدلي وي، او یو کمانډر یا قومندان اجازه لري چې بم استعمال کړي، که دا وشي نو نور اټومي بمونه به وکارول شي او یوه بشپړه او پراخه اټومي جګړه پیلېدای شي.))

ډاکتر پروېز هودبای وايي، پاکستان او هند دا مالومات نه ورکوي چې د دې اټومي وسلو پر جوړولو څومره پیسې لګوي، خو د ده په اند پر دې بمونو ډېره زیاته خرچه یا لګښت ځکه راځي چې له دې وسلو سره باید د دې وسلو وړونکي توغندي او الوتکې وغیره هم جوړ کړل شي.

ډاکتر پروېز هود بای زیاتوي، که ((د هند او پاکستان حکومتونو پر اټومي وسلو د پیسو لګولو پر ځای د ولس پر خیر ښېګنه دا پیسې لګولای وای نو نه یوازې به د خلکو ژوند ښه شوی وای بلکې سیمه به هم باثباته وای.))

XS
SM
MD
LG