د لاسرسي ځای

تازه خبر

“خېبر پښتونخوا حکومت د امنیت ښه کولو هېڅ تګلاره نلري”


د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د دوشنبې پر ورځ اپوزیشن په صوبايي حکومت نیوکې کړي چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره هېڅ پالیسي نه لري.

په اسمبلۍ کېد قامي وطن پارټۍ پارلیماني مشر سکندر خان شیر پاو د تحریک التوا له لارې په صوبه کې پر امنیتي حالاتو سختي اندیښنې ښودلې او وې ویل چې سږکال د اکتوبر تر ۱۵مي نیټې د ترهګرۍ شاوخوا۵۲۰د قلنګ اخیستلو۲۹۱ او د تاوان لپاره د تښتونو ۱۱۰۲ پېښې ثبت شوي دي خو صوبایي حکومت د بد امنۍ د دې پېښوهېڅ تګلاره نلري.

بلخوا صوبایي وزیر شاه فرمان بیا وویل چې د ۲۰۱۲م او ۲۰۱۳ په پرتله سږکال د بمي چاودنو او ځانمرګي بریدونو پېښې کمې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG