د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د عوامي نېشنل ګوند مخکښ غړی ووژل شو


د کراچۍ مغربي ضلعې صدر ډاکټر ضیاء الدین د نومبر پر ۲۳مه نېټه د یکشنبې ورځ وسله والو طالبانو ووژلی.
د کراچۍ مغربي ضلعې صدر ډاکټر ضیاء الدین د نومبر پر ۲۳مه نېټه د یکشنبې ورځ وسله والو طالبانو ووژلی.

د عوامي نېشنل ګوند د سیند څانګې جنرل سیکرېټري یونس بونیري له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې ډاکټر ضیاء الدین د دوی د ګوند یو له نظریاتي او زړو ملګرو څخه و.

د پاکستان په ستر صنعتي او کاروباري ښار کراچۍ کې د هدفي وژنو د روانې لړۍ په ترڅ کې د عوامي نیشنل ګوند رهنما ډاکټر ضیاالدین وژل شوی دی.

پولیس وایي پیښه د یکشنبې په شپه په اورنګي ټاون کې هغه مهال مخې ته راغله کله چې نامالومه وسله والو پر ډاکټر ضیا الدین د هغه له کور سره نزدې په ډزو ووژل شو.

د عوامي نېشنل ګوند غړي په کراچۍ کې د خپل ګوندي غړي ډاکټر ضیاء الدین د وژلو پر ضد د سیند اعلا وزیر کور مخې ته احتجاج کوي.
د عوامي نېشنل ګوند غړي په کراچۍ کې د خپل ګوندي غړي ډاکټر ضیاء الدین د وژلو پر ضد د سیند اعلا وزیر کور مخې ته احتجاج کوي.

د عوامي نېشنل ګوند د سیند څانګې جنرل سیکرېټري یونس بونیري له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې ډاکټر ضیاء الدین د دوی د ګوند یو له نظریاتي او زړو ملګرو څخه و.

((ډاکټر ضیا زموږ زوړ ملګری او د پارټۍ مغربي ضلعې صدر و، نهه لس میاشتې مخکې هم د هغه په کور بمي برید شوی و، وسله والو طالبانو هغه ته دړکې ورکولې چې اې اېن پي پرېږده خو چونکې هغه یو پوخ نظریاتي ملګری و نو د دې ټولو حالاتو باوجود هغه پارټۍ(اې اېن پي) پرې نښوده. بېګا هغه د ماسخوتن له لمانځه پس له جوماته کور ته راروان و چې وسله والو پرې حمله وکړه))

عوامي نېشنل ګوند د اوږدې مودې له ځنډه پس تېره هفته په کراچۍ کې یو ځل بیا د خپلو سیاسي خوزځښتونو د شوور کولو اعلان کړی دی. په دې اوونۍ کې د یاد ګوند په غړو او مشرانو دا دویم برید دی چې مرګ ژوبله ورته اړوي.

د عوامي نېشنل پارټۍ کارکنان د خپل وژل شوي ګوندي مخکښ غړي ډاکټر ضیاالدین کور مخې ته راټول دي.
د عوامي نېشنل پارټۍ کارکنان د خپل وژل شوي ګوندي مخکښ غړي ډاکټر ضیاالدین کور مخې ته راټول دي.

له پېښې روسته د عوامي نیشنل ګوند کارکنانو د سند صوبې د اعلا وزیر کور مخې ته احتجاج وکړ. د اې اېن پي صوبایي جنرل سیکرټري یونس بونیری وایي، وسله وال د دوی یو یو تن وژنې خو د صوبې انتظامییه په دې لړ کې هېڅ هم نه کوي.

((موږ په دې ښار کې بې څوکه پاتې شوي یو ، زموږ د ضلعې صدر ووژل شو، خو انتظامییه او یا کومې بلې پارټۍ له موږ سره هېڅ رابطه ونه کړه. موږ په مړو سیاست نه کوو او دا مړي زموږ لپاره د شهیدانو درجه لري خو له حکومته پوښتنه کوو چې، موږ به ترڅو په خاموشۍ د خپلو ملګرو جنازې اوچتوو؟ موږ نور هېڅ نه غواړو، د خپلو ملګرو تحفظ غواړو او د وژل شویو ملګرو قاتلان موږ ته پکار دي))

پر ډاکټر ضیاالدین د ترسره شوې حملې پړه د حکیم الله مسود وسله والو طالبانو پر خپله غاړه اخیستې ده. د ګیله مند مسود په نامه یو تن چې ځان د دغې ډلې ویاند بولي مشال راډیو ته ویلي عوامي نېشنل پارټۍ یو سیکولر ګوند دی او دوی به یې پرغړو حملو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG