د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د منور حسن فکر تر القاعده او طالبانو ډېر خطرناک دی"


د جماعت اسلامي پخوانی مشر سید منور حسن
د جماعت اسلامي پخوانی مشر سید منور حسن

د جماعت اسلامي پخواني مشر سید منور حسن د شنبې په ورځ په لاهور کې د خپل ګوند غونډې ته وویل ، دی دا خبره په ډاګه کوي چې تر څو په ټولنه کې قتال في سبیل الله او جهاد في سبیل الله نه وي عام شوی تر هغه وخته اوسنۍ ستونزې نه شي هوارېدای.

پراګ: د جماعت اسلامي پخواني مشر سید منور حسن د شنبې په ورځ په لاهور کې د خپل ګوند غونډې ته وویل ، دی دا خبره په ډاګه کوي چې تر څو په ټولنه کې قتال في سبیل الله او جهاد في سبیل الله نه وي عام شوی تر هغه وخته اوسنۍ ستونزې نه شي هوارېدای.

سید منور حسن زیاته کړه چې لومړی قتال في سبیل الله او جهاد في سبیل الله په کار دی ، د ده په وینا دا ځکه چې یوازې د انتخاباتي سیاست او جمهوري نظام له لارې اوسني حالات نه شي قابو کېدای.

د جماعت اسلامي دې پخواني مشر دا خبره په داسې وخت کې کړېده چې ګوند یې نه یوازې په خیبر پښتونخوا کې له تحریک انصاف سره په حکومت شریک دی بلکې د پاکستان په سېنټ کې هم غړي لري.

د سیاسي چارو کارپوه خادم حسېن
د سیاسي چارو کارپوه خادم حسېن

​د سیاسي چارو کارپوه پروفیسر خادم حسېن وايي ، د مذهب پر نامه سیاست کوونکي ګوندونه د خپلو مخو لپاره له هرې ممکنه لارې ګټه پورته کوي.

پروفیسر خادم حسېن زیاته کړه ، ً هغوی له درو لارو پر ریاست اغېز کول غواړي. یو په پارلمان کې دننه د قانون جوړولو هڅې کوي ، دویم د خپلو نظریو پر اساس د ټولنیزو ادارو رامنځ ته کولو هڅې کوي او دریم دا چې خلکو د ژوند کولو پر طریقو کې د خپل اثر پرېښودلو کوشش کويً.

نوموړي زیاته کړه چې په پاکستان کې د جماعت اسلامي په ګډون ټولو سخت دریځو ګوندونو په دې لړ کې پر ټولنه خورا زیات اغېز کړی هم دی.

سراج الحق د روان کال په اپرېل میاشت کې د جماعت اسلامي د نوي مشر په توګه له دندې سمبالولو راهسې نه یوازې په خپله په ظاهره په پاکستان کې د جمهوري نظام ساتلو لپاره هلې ځلې کړي دي بلکې نورو ګوندونو ته یې هم په وار وار خواست کړئ دی چې آیین او پارلمان ته درناوی وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه پروفیسر اعجاز خټک
د سیاسي چارو کارپوه پروفیسر اعجاز خټک

​د سیاسي چارو کارپوه اعجاز خټک وايي ، که څه هم د سراج الحق او منور حسن طریقه کار یو له بله یو څه بېل ښکاري خو نظریه یوه ده.

اعجاز خټک وویل ، ًدا فکر په اسلامي سخت دریځو کې ډېر زیات دی. دا یوازې په جماعت اسلامي کې نه بلکې په نورو ګوندونو کې هم دی. دا به په سیاسي بڼه اخیستو کې یو څه وخت نور واخلي خو دا تر القاعده او طالبانو زیات خطرناک دیً.

اعجاز خټک زیاته کړه چې که څه هم منور حسن پخوا هم په جماعت اسلامي کې دننه د سخت دریځي فکر استازی پاتې شوی دی خو پر دې اوسني دریځ یې د داعش وسله والې ډلې اغېز ښکاري.

الدولة الإسلامية في العراق والشام (داعش) هغه سني وسله واله ډله ده چې په عراق او شام کې یې یو شمېر سیمې نیولې دي او هلته یې د دوی په وینا ، ًاسلامي خلافت ً جوړ کړی دی. یادې ډلې د ځینو مهمو لویدیځوالو او عراقي قبایلو په ګډون په زرګونه کسان وژلي دي.

په پاکستان کې د تحریک نفاذ شریعت محمودي مشر صوفي محمد د ځینو نورو تورنو تر څنګ د دې تور له کبله هم له تېرو څو کلونو راهسې د پېښور په زندان کې بندي دی چې په خپلو ویناګانو کې به یې خلک تشدد ته هڅول.

د پاکستان پخوانی لور څارنوال قاضي انور
د پاکستان پخوانی لور څارنوال قاضي انور

​د پاکستان پخوانی لوی څارنوال قاضي انور وايي ، د صوفي محمد په پرتله د منور حسن پر ضد لا سخت ګام اخیستل په کار دی.

قاضي انور وویل ، ً د صوفي محمد خو داسې حثیت نه وو لکه څنګه چې د منور حسن دی. پر منور حسن دي حکومت فکر وکړي ، حکمرانان دي ووايي او پوځ دي هم ووايي چې هغوی د منور حسن پر ضد څه غبرګون ښي ً.

پروفیسر خادم حسېن وايي ، د پښتنو په وطن کې چې څه روان دي په داسې حالاتو کې د منور حسن غوندې نور داسې فکرونه لا نور تشدد ته لمن وهي.

خادم حسېن وویل ، ً داسې دریځ چې د منور حسن ، سراج الحق او یا د جماعت اسلامي د نورو مشرانو له خوا مخې ته راځي ، دا په مجموعي توګه په پښتونخوا کې د تنازعې او تصادم سبب جوړیږيً.

د خادم حسېن په وینا ، د دې لوی امکان دی چې یو ځل بیا په پښتونخوا کې داسې حالات رامنځ ته کړل شي لکه په ۱۹۸۰مه لسیزه کې چې یې په لوی شمېر ځوانان په ریاست او سیمه کې د جګړې لپاره تیار کړي وو.

منور حسن دا خبره په داسې وخت کې کړېده چې د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د وسله والو طالبانو پر ضد د دې له کبله عملیات کوي چې هغوی د پاکستان آیین ، پارلمان او په ملک کې جمهوري نظام نه مني.

منور حسن تر دې وړاندې د جماعت اسلامي د مشر په توګه دا هم ویلي وو چې د ترهګرۍ پر ضد جنګړه کې پاکستاني عسکر نه بلکې وژل کېدونکي طالبان شهیدان دي.

د جماعت اسلامي رسمي غبرګون

د جماعت اسلامي مخکښ پروفیسر ابراهیم
د جماعت اسلامي مخکښ پروفیسر ابراهیم

​د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا مشر پروفیسر ابراهیم مشال راډیو ته وویل چې د منور حسن خبره ناسمه تعبیر شوې ده.

د مشال راډیو بوریوال کاکړ د منور حسن د وینا په اړه له پروفیسر ابراهیم سره مرکه کړېده او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې دا د جمهوري نظام په پرتله قتال في سبیل الله او جهاد في سبیل الله د ستونزو حل ګڼل د جماعت اسلامي دریځ دی که د منورحسن خپل نظر دی؟

د منور حسن خبرې سمې نه دې تعبیر شوې. پروفیسر ابراهیم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG