د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان : د پولیو ځپلو ماشومانو شمیره ۲۶۰ ته ورسېده


پېښور کې د پولیو کارکونکې ماشومانو ته څاڅکي ورکوي
پېښور کې د پولیو کارکونکې ماشومانو ته څاڅکي ورکوي

د خیبر پښتونخوا د صحت د محکمې چارواکي وايي د اتوار او ګل په ورځو به په پېښور ښار او شاوخوا سیمو کې اوه نیم لکه ماشومانو ته د پولیو پرضد څاڅکي ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې پاکستان او په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا صوبه او قبایلي سیمې پولیو تر ټولو زیاتې ځپلي دي. په پاکستان کې سږ کال د پولیو نږدې دوه سوه او شپیته پېښې څارل شوي چې اکثره یې په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې مخې ته راغلي دي.

د وسله والو له ویرې او د خرابې امنیتي وضعې له کبله د پولیو په ټیمونو وخت په وخت بریدونه هم ترسره کیږي، خو د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي د پولیو د ټیمونو د حفاظت لپاره یې اوه نیم زره د پولیسو سرتیري هم په کار ګومارلي دي.

بلخوا په بلوچستان کې د صحت د محکمې چارواکي خبر ورکوي چې د پولیو يا ګوزڼ له ناروغۍ څخه دوه نور ماشومان متاثره شوي دي، چې ورسره په روان کال کې په بلوچستان کې د پولیو له وجې د متاثره شويو ماشومانو شمېر څوارلسو ته پورته شوه.

XS
SM
MD
LG