د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مشرف څرګندونې ټولو افغانانو ته سپکاوی دی'


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

ښاغلي کرزي ویلي، افغانستان ۵ زره کلن تاریخ لري او د مشرف دا خبره چې پښتانه به د بل چا د ګټو لپاره استعمال شي، ټولو افغانانو ته سپکاوی دی.

پخوانی ولسمشرحامد کرزی وايي افغانستان به هند او پاکستان پرېنږدي چې هېواد یې د نیابتي «پراکسي» جګړې په ډګر بدل شي.

تردې مخکې د پاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال پرویزمشرف ویلي وو چې له افغانستانه د نړۍوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به پاکستان او هند په افغانستان کې د خپلو ګټو خوندي ساتلو په موخه د یو بل پر ضد کار وکړي.

خو حامد کرزي په نوي ډیلي کې ویلي چې افغانستان به د پردیو د لاس اله ونه ګرځي. او د ښاغلي مشرف دا څرګندونې په کلکه رد کړي او هغه یې زیان رسونکې وبللې.

ښاغلي کرزي چې د چارشنبې په ورځ يې په نوي ډیلي کې په یوه تحقیقاتي مرکزکې وینا کوله وویل، دی پوره ډاډه دی چې افغانان به د پردیو د نیابتي جګړې اله ونه وګرځي او د هغه په خبره هند هم د داسې یوه حالت غوښتونکی نه دی.

د پاکستان پخواني واکمن پرویز مشرف له فرانس پریس خبري اژانس سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، پاکستان به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د هند د منافعو د مخینوي لپاره له پښتون قوم ګټه واخلي.

مشرف ویلي هند غواړي په افغانستان کې د پاکستان ضد حکومت رامنځته شي.

پرویزمشرف ویلي، که هند د پاکستان پرضد د افغانستان له قومي ډلو ګټه واخلي نو اسلام اباد به هم ورته کار وکړي او د نوموړي په وینا پاکستان به د افغانستان پښتانه د ځان لپاره استعمال کړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشرحامد کرزی وايي، د مشرف دا څرګندونې نه یوازې دا چې زیان رسونکي دي بلکه پښتون قوم ته سپکاوی دی.

ښاغلي کرزي ویلي، افغانستان ۵ زره کلن تاریخ لري او د مشرف دا خبره چې پښتانه به د بل چا د ګټو لپاره استعمال شي، ټولو افغانانو ته سپکاوی دی.

XS
SM
MD
LG