د لاسرسي ځای

ليکوال پر مخ ليکې چې د هندیانو يوه غټه اندېښنه د امريکا له پاکستان سره د اړيکو په اړه ده او دوی په دې خبره زيات خپه دي چې د ثبوتونو سربېره هم امريکا ولې پاکستان يو ترهګر هېواد نه ګرځوي؟

د فارن پاليسي مجلې دليکوال مايکل کېوجل مېن یوه مقاله خپره کړې، نوموړی د واشنګټن ميشتي یوه نړۍوال علمي مرکز «ووډرو ولسن انټرنيشنل سنټر فار سکالرز نومي تنک ټينک»د جنوبي آسياء د چارو کارپوه دی.

دی لیکي چې په هند کې يې دوې اوونۍ تېرې کړې او د شپږو ښارونو سفر يې کړی دی.

د ليکوال په خبره د دې هيواد له خبريالانو، کارپوهانو، عالمانو، سياستوالانو او د پوهنتون له زدکوونکو سره يې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ممکنه وتو پر موضوع خبرې وکړې.

ماييکل جيوکل مېن ليکې چې د هند ځينې کارپوهان په ریښتيا هم ډېر اندېښمن دي چې دی يې په درې برخو کې ويشي.

لومړی دا چې دوی ويره لري، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به هلته تشه رامنځ ته شي او په دې هېواد کې به ښايې د ناارامۍ يو بل پړاو پيل شي.

دومه اندېښنه یې دا ده، چې، پاکستان به ښايې خپلې ځينې سټراټيژیکې اثاثې لکه افغان طالبان او حقاني شبکه وهڅوي چې په دې هيواد کې د هندو ګټې په نښه کړې او بل لور ته کېدای شي د لشکر طيبه او جيش محمد غوندې وسله والې ډلې وهڅوي چې په هند کې په پراخه کچه تباهي وکړي.

درېيمه اندېښنه يې داده چې کېدای شي وسله والې ډلې په هند کې نور هم ترهګرو بريدونو ته ورماتې شي.

ليکوال پر مخ ليکې چې د هندیانو يوه غټه اندېښنه د امريکا له پاکستان سره د اړيکو په اړه ده او دوی په دې خبره زيات خپه دي چې د ثبوتونو سربېره هم امريکا ولې پاکستان يو ترهګر هېواد نه ګرځوي؟

له دغو ټولو خبرو څخه ليکوال دا نتيجه راباسي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به د امريکا او هند تعلقات ډېر محدوده وي.

خو د ده په خبره دا ګنجايش شته چې په راتلونکو مياشتو کې د دواړو هېوادونو په تعلقات کې لوی پرمختګ وشي ځکه چې له افغانستانه د ځواکونو تر وتلو وروسته به د نوي ډیلي د ښکېلتيا لپاره له واشنګټن سره نورې موقعې او سټراټیژیکه ارزښت پيدا شي.

خو ليکوال وايې له خپله سفرعيې دا زده کړل چې تر څو امريکا له پاکستان سره اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي تر هغو د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ ستراتیژیکه ملګرتيا ناممکنه ده.

مايکل کیوجل مېن په پای کې ليکي چې ده ته داسې ښکاره شوه چې هندیان له افغانستانه د ځواکونو پر وتلو له امريکا دومره نه دي خپه لکه څومره چې د دې هيواد له پاکستان سره پر ملګرتيا ناخوښه دي.

XS
SM
MD
LG