د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: په ترافيکي پيښه کې اوه تنه وژل شوي


د جلال اباد چارواکي وایي،بېګا ماښام د لغمان ولایت اړوند د قرغیو ولسوالۍ په مشالې کمر سیمه کې د کابل -جلال اباد په لویه لاره په ترفیکي پېښه کې د یوې کورنۍ اوه تنه وژل شوي.

د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک نن (جمعه) مشال راډيو ته وويل:چې په وژل شوي کسانو کې يوه ښځه، دوه ځوانې نجونې، دوه ماشومان او دوه تنه سړي شامل دي چې د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ سره يې تعلق لرلو او له جلال اباد نه کابل ته په لاره وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG