د لاسرسي ځای

پېښور:د امنیتي سرتېرو پر ګاډي بمي حملې دوه سرتېري ووژل


په پېښور کې د امنیتي ځواکونو پر ګاډي په ریموټ کنټرول بمي حمله کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د پولیسو یوه چارواکي شاکر الله بنګش تر پېښې وروسته خبریالانو ته وویل، بمي برید نن (جمعه) سهار پر ورسک سړک په مترې بازار کې د امنیتي سرتېرو له ګاډي سره نېږدې وشو.

د ده په خبره، باروت مواد په یوه موټر سایکل کې ايښودل شوي ول. د برید پړه تحریک طالبان پاکستان ګیله من مسود منلې.

XS
SM
MD
LG