د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نژدې دوه میلیونه قبایليان بې کوره دي"


د پاکستان د سرحداتو وزیر قادر بلوڅ وايي، په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو له کبله د بې کوره کړل شویو ټول شمېر شاوخوا ۲۰ لکه دی چې پکې ۱۵ لکه رجسټر شوي دي.

دا خبره نوموړي تېره ورځ په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال وکړه. ده وویل، په ۱۵ لکه رجسټر شویو کډوالو کې شپږ لکه د شمالي وزیرستان دي. کله چې له ده پوښتنه وشوه چې غیر رجسټر شوي کډوال چېرې دي؟ نو ده وویل، هغوی د پاکستان وګړي دي او هر ځای چې وغواړي تللای شي.

بلوڅ وویل، دی د هغو لپاره اندېښمن دی چې دا مهال په تکلیف کې دي. نوموړي زیاته کړه چې په عملیاتو کې تر اوسه د شمالي وزیرستان ۹۰ فیصده خاوره له وسله والو پاکه کړل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG