د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او روسیې د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړی دی


د پاکستان دولتي راډیو وايي، دا تړون د تېرې پنجشنبې پر ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د هغه روسي سیال سېرګې شویګو په راولپېنډۍ کې لاسلیک کړ.

شویګو دا تړون ((په پوځي څانګه کې د روسیې او پاکستان د اړیکو پیاوړي کولو لوري ته مهم قدم)) وباله. خو د تړون تفصیل نه دی ورکړل شوی.

اصف وویل، د اسلام اباد او مسکو تر منځ قوي اړیکي به په سیمه کې ثبات او پرمختګ ته لار هواره کړي. د روسیې د دفاع وزیر سېرګې شویګو د خپل سفر پر مهال له پاکستاني وزیراعظم نواز شریف سره هم ولیدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG