د لاسرسي ځای

افغان ولسمشر د جنوبي اسیا په سارک غونډه کې برخه اخلي


ټاکل شوې چې افغان ولسمشر اشرف غني، راتلونکې اوونۍ د جنوبي اسیا د سیمه ییزو همکاریو سازمان (سارک) په سرمشریزه کې برخه واخلي.

د سارک غړو هېوادونو دوه ورځنۍ غونډه د چارشنبې (شورو) پر ورځ د نیپال په مرکز کټمنډو کې پیلېږي.

د هند وزیراعظم له دفتره په بېګاني خپور شوي بیان کې راغلي، د دې غونډې په ترځ کې به نرېندر مودي له افغان ولسمشر اشرف غني سره وګوري او پر دوه اړخیزه اړیکو به مفصلې خبرې وکړي.

بیان زیاتوي، نوی ډېلی د یوه باثباته، غښتلي او ډېموکراټ افغانستان ملاتړ کوي. د سارک په غونډه کې به د هند، پاکستان، بنګلادېش، سري لانکا، بوټان، افغانستان او د کوربه نیپال مشران ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG