د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ایجنسۍ: د عملیاتو له کبله تر اوسه ۳۵ زره کورنۍ بې کوره شوې دي


د خیبر کډوال
د خیبر کډوال

د خیبر ایجنسۍ د بې کوره کړل شوو خلکو یوې کمېټۍ ویلي چې حکومت د خیبر په زرګونه کډوالو سره هیڅ مرستې نه دې کړي.

پېښور: د خیبر ایجنسۍ د بې کوره کړل شوو خلکو یوې کمېټۍ ویلي چې حکومت د خیبر په زرګونه کډوالو سره هیڅ مرستې نه دې کړي.

دې کمېټۍ د پنجشنبې په ورځ د پېښور په مطبوعاتي مرکز کې یو خبري غونډې ته وویل چې په خیبرایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ د روانو عملیاتو له کبله تر اوسه ۳۵ زره کورنۍ بې کوره شوې دي.

د کمېټۍ غړو په خپلو خبرو کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی په سیمه کې دي ژر تر ژره امن پر ځای کړي او دوی دي خپلو سیمو ته ستانه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستانی پوځ په خیبر ایجنسۍ کې له شاوخوا دوو میاشتو راهسې د وسله والو پر ضد د ً د خیبر – یو ً په نامه عملیات کوي.

په پېښور کې د مشال راډیو خبریال غلام غوث د خیبر ایجنسۍ د کډوالو د کمېټۍ له غړو سره ږغېدلی دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG