د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرزانه پروین د وژلو په تور ۴ کسانو ته د مرګ سزا واورول شوه


د فرزانې پروین عکس
د فرزانې پروین عکس

د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور کې د ترهګرۍ مخنیوي یوه عدالت د یوې ښځې فرزانې پروین د وژنې په تور څلورو کسانو ته د مرګ سزا اورولې ده.

رابعه اکرم خان

اسلام اباد: د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور کې د ترهګرۍ مخنیوي یوه عدالت د یوې ښځې فرزانې پروین د وژنې په تور څلورو کسانو ته د مرګ سزا اورولې ده.

پنځویشت کلنه فرزانه پروین د روان کال مې په میاشت کې د لاهور های کورټ د ودانۍ مخې ته هغه مهال وژل شوې وه چې نوموړې له خپل خاوند سره د کورنۍ مقدمې په اورېدنه کې د خپل بیان درجولو لپاره تللې وه.

عدالت چې کومو کسانو ته د مرګ سزا اورولې ده په هغوی کې د فرزانه پروین پلار ، ورور ، پخواني خاوند او یو رشته دار شامل دی. عدالت دا کسان په درې درې ځله اعدام او یو یو لک روپیو جرمانه محکوم کړي دي.

د فرزانې پروین کورنۍ ویلي چې دوی به د عدالت د دې پرېکړې پر ضد اپیل کوي.

د پاکستان د بشري حقونو د سازمان مشره زهرا یوسف وايي ، دوی د مرګ د سزا مخالف دي خو د انصاف ورکړه هم ضروري ده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG