د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې د دفاع وزیر سېرګې شویګو نن د پاکستان په سفر دی


د روس د دفاع وزیر
د روس د دفاع وزیر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم نن په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، د شویګو د سفر مرکزي نکته د دفاع وزارتونو تر منځ اړیکي دي.

پامیر ساحل

پراګ: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم نن په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، د شویګو د سفر مرکزي نکته د دفاع وزارتونو تر منځ اړیکي دي:

((د روسیې دفاع وزیر [په پاکستان کې] دی. د دې سفر مرکزي نکته د دفاع وزارتونو تر منځ اړیکي دي. پاکستان روسیې ته د دې سیمې په سولې او ثبات کې د رول لرونکي هېواد په توګه ګوري. لکه چې موږ پخوا هم ویلي، زموږ اړیکي د پراخېدو په حال کې دي. او یوازې په دفاعي چارو کې نه، بلکې موږ د هر ډول همکاریو زیاتولو په تکل یو.))

د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته دا د روسیې د دفاع وزیر د پاکستان لومړی سفر دی. تر دې مخکې په ۱۹۶۹ز کال کې د پخواني شوروي اتحاد د دفاع وزیر اندرې ګرېچکو پاکستان ته تللی وو.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند اېګور کوناشېنکوف بېګا خبریالانو ته وویل، په اسلام اباد کې شویګو له خپل پاکستاني سیال خواجه اصف سره ګوري.

د ده په وینا، تمه ده چې ((پاکستانی وزیراعظم نواز شریف هم د روسیې له دفاع وزیر سره ګوري.))

کوناشېنکوف وايي، د روسیې او پاکستان دفاعي چارواکي د سیمې امنیت او د دواړو هېوادونو تر منځ د دفاعي همکاریو پر پراخوالي خبرې کوي.

دی زیاتوي، ((دواړه هېوادونه به د پوځي همکارۍ یو تړون هم لاسلیک کړي.))

په روسي پلاوي کې یوه کس د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي، تړون به د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو تر منځ د نېږدې همکارۍ لپاره قانوني اساس برابر کړي.

د روان کال د مې په میاشت کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په مسکو کې په یوه امنیتي غونډه کې برخه واخیسته. د دې غونډې په څنډو کې نوموړي له خپل روسي سیال سره هم ولیدل.

دواړه وزیران هغه مهال سره سلا شوي ول چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیمې په کچ د تعمیري همکارۍ اړتیا ده.

هغه وخت شویګو له اصف سره له افغانستان سره پر تړلیو موضوعاتو خبرې کړې وې او په سیمه کې یې د ثبات راوستو د هڅو غږ (ږغ) کړی وو.

XS
SM
MD
LG