اسلام اباد: د کرمې ايجنسۍ بې کوره کړل شوي خلک وايي ، د پاکستان حکومت دي ژر تر ژره دوی ته زمینه برابره کړي چې خپلو سیمو ته ستانه شي.
دوی وايي ، له تېرو شپو کالو راهسې د کډوالو په توګه په کېمپونو کې ژوند کوي او انتظامي چارواکو ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړې.
د کرمې دا کډوال وايي چې دوی ځکه خپلو سیمو ته ستنېده غواړي چې د دوی په وینا اوس هلته امن پر ځای شوی دی.
د میرجانان په نامه یو کډوال مشال راډیو ته وویل چې یو ځل بیا ژمی ورباندې راغلی دی او هیڅوک د دوی پوښتنه نه کوي چې په څه حال کې دي.
د پاکستان په پارلمان کې د کرمې د خلکو یو استازي ساجد حسېن طوري د دې کډوالو د ستونزو په اړه وویل چې په سیمه کې تر پوره کراري وروسته به دا خلک ستنېږي.
ساجد حسېن طوري زیاته کړه چې په قبایلي سیمو کې د قدرتي افتونو د انتظام اداره له دې کډوالو سره د مرسته په لړ کې خپلې هلي ځلې کوي.