د لاسرسي ځای

تازه خبر

'زوراکي ښار جوړونه کې لوی خنډ دی'


د ولسمشر خاص استازی احمد ضیا مسعود
د ولسمشر خاص استازی احمد ضیا مسعود

ښاغلي مسعود د ښارجوړونې وزارت په ځینو پروګرامونو نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا وزارت باید پر بېوزلو کسانو د کورونو پلورولوپه بیو بیا کتنه وکړي.

د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په برخه کې د جمهور رییس خاص استازی وايي چې په افغانستان کې ټولنیز عدالت ته شتمنو زیان رسولی دی.

احمدضیا مسعود دا خبرې د چارشنبې پر ورځ د ښار جوړونې وزارت د رپوټ ورکولو په غونډه کې وکړې.

ښاغلي مسعود د ښارجوړونې وزارت په ځینو پروګرامونو نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا وزارت باید پر بېوزلو کسانو د کورونو پلورولوپه بیو بیا کتنه وکړي.

له بلې خوا د ښارجوړونې وزارت وايي چې په تېرو څو کلونو کې د ښارګوټو په جوړولو سره هېوادوالو ته هستوګنځایونه جوړ شوي خو د دغه وزارت کارونه د ځینو زورواکو د مداخلې له امله له ننګونو سره مخامخ شوي دي.

د سرپناه نه لرل د یو شمیر افغانانو لپاره غټه ستونزه ده چې د ښې حکومتدارۍ او اصلاحاتو په برخه کې د افغان ولسمشر استازی یې هم مني او په هوارولو یې ټینګار کوي.

احمدضیا مسعود وایي په داسې حال کې چې د نړۍ په نورو هیوادونو کې یو کس یواځې د یوه کور د اخیستو حق لري خو دلته شتمنو څو څو کورونه په لوړو قیمتونو اخیستي دي.

ښاغلي مسعود چې د ښار جوړونې وزارت د رپوټ ورکولو په غونډه کې برخه اخیستې وه د دغه وزارت په کړنو انتقاد وکړ او ویې ویل چې باید د ټولنیزعدالت د نقض مخنیوی په خپلو لومړیتوبونو کې ځای کړي.

« په لویو ښارونو کې د ماسټرپلان پلېدل څرګنده بڼه نه لري. په تقسیمي پلانونو کې هم موږ ګورو دا خبره نه ده مراعات شوې مثلا په هر ښاري سېکټور کې د هرې سیمې ځای لکه تجارتي ساحه یا صنعتي ساحه بېله وي. په کابل کې چې زموږ سیاسي مرکز دی دا خبرې هېڅ نه مراعاتېږي. قیمتونه چې تاسو یې ږدئ اویا زره ډالره وي خو څوک چې عاید یې ډېر کم دی د هغه ستونزه څنګه کیږي. څوک چې په شېرپور کې لوکس کورونه لري دوه درې کورونه دلته هم اخلي. عدالت نه تامینیږي.»

کلونه کیږي چې د کابل او ولایتونو اوسېدونکي په خاص ډول د دولت مامورین چې په میاشتنیو تنخواو خپل ژوند مخته بیايي د کورونو له نشتوالي شکایت کوي.

د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر غني استازی احمدضیامسعود وویل له دې چې یو شمیر خلک له کلونو راهیسې د سرپناه له نشتوالي پرته ژوند کوي باید په راتلونکو څو کلونو کې د کورونو خاوندان شي.

په عین حال کې د ښار جوړونې وزارت سرپرست د دغه وزارت په کارونو کې د زورواکو له مداخلې خبره کوي.

حسن عبدالهي ښاغلي مسعود ته د زورواکو د مداخلې د مخنیوي، د ښاروالیو او ښار جوړونې وزارت تر منځ د همآهنګۍ او د غیرپلاني سیمو لپاره د یوې واحدې پالیسي د رامنځته کولو وړاندیزونه وکړل.

« ستاسو ملاتړکه وي او ښاري حکومت یو لاسی وي یو ځواب ورکونکی موجود وي انشالله موږ او تاسو خپلو هدفونو ته رسیږو. زه ډاډه یم لکه څنګه چې تاسو وفرمایل د افغانستان او کابل د اوسیدونکو یو امید د ده سبز بحث دی.»

د ښار جوړونې وزارت وايي دا وزارت په پام کې لري چې هر کال بې سرپناه کسانو ته تر لس زره کورونه جوړ کړي او اوس وخت لس میلیارده ډالره د ښارګوټو او کورونو په جوړولو بندې دي.

دغه وزارت له حکومت نه وغوښتل چې اړو کسانو ته د کورونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

صفي الله ستانکزی ازادي راډیو کابل.

XS
SM
MD
LG