د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د هسکې مينې ټړل شوي ښوونځي پرانستل شول


د افغانستان د پوهنې سرپرست وزير ډاکټر فاروق وردګ د چارشنبې په ورځ په جلال اباد کې د افغان ترک د ښوونځي د ودانۍ د پرانستې پر مهال خبریالانو ته وويل:په هسکه مينه ولسوالۍ کې هغه ټول ښوونخي نن پرانستل شول چې وسله والو طالبانو د خپلو شرطونو د منلو په خاطر تړلي وو.

نوموړی وايي چې د ښوونځيو په پرانستلو کې يې له طالبانو سره هيڅ معامله نه ده کړې.

یاده دې وي چې د تيرې يوې اوونۍ راهيسې وسله والو طالبانو په هسکه مينه ولسوالۍ کې ۲۴ بابه ښوونځي تړلي وو چې دوه ورځې وړاندې د افغان او ایساف ګډو ځواکونو په ځمکني او هوايي بريد کې يو شمير هغه وسله وال طالبان ووژل چې ښوونځي يې تړلي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG