د لاسرسي ځای

تازه خبر

'طالبان له هېڅ پلوه پر افغان ځواکونو بری نشي موندلی'


د بهر ملکي ځواکونو د وتلو عمل بې له څه ستونزې مخ پر وړاندې روان دی ــکه څه هم طالبانو ځینې ګټې ترلاسه کړي دي خوپه یوه حواله هم د دې جوګه نه دي چې په افغان ځواکونو برلاسي شي.

ډان ورځپاڼې په خپله یوه اداریه کې لیکلي دي چې څنګه ۲۰۱۴ م کال پای ته رسېږي په سیمه کې ډېر لوی لوی کارونه سر ته رسول کېږي. په افغانستان کې حامد کرزی له واکه بهر شو، انتخابات وشو او د انتخاباتو ګټونکي اعلان شو.

د بهر ملکي ځواکونو د وتلو عمل بې له څه ستونزې مخ پر وړاندې روان دی ــکه څه هم طالبانو ځینې ګټې ترلاسه کړي دي خوپه یوه حواله هم د دې جوګه نه دي چې په افغان ځواکونو برلاسي شي. په عین حال کې د افغانستان او امریکا تر مینځ تړون لاسلیک شو.چې په نتیجه کې به يې څه ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او د اقتصاد د ودې لپاره به امریکا خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

اداریه وړاندې لیکي ــــ تراوسه دا خبره په پوره توګه نه ده جوته چې د حکومت انتظام چلولو لپاره د قامي وحدت د حکومت صلاحیت څومره دی خو دغه هرڅه تر هغه ډېر لږ اهمیت لري تر کومه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ روغه جوړه نه وي شوي. پاکستاني ریاست هم خپله رضامندي ښودلې ده چې په پالیسیو کې بدلون راولي او په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پټنځایونه له مینځه یوسي.

خو په پالیسیو کې د بدلون سمه اندازه به هغه وخت لګېږي کله چې پاکستان په طالبانو خپل اثر رسوخ په کار راولي او هغوی د خبرو اترو تر میزه راولي. دا هیله کیدای شي چې په سیمه ایزه او نړیواله کچه روانه خاموشه ډپلوماسي به ګټه ورې نتیجې راوړې او د موجوده فرصتونو نه به ګټه واخیستل شي.

اداریه په پای کې لیکي، د اقتصادي ودې د هلوځلو خبرې او ژمنې پر خپل ځای خو تر ټولو لویه ستونځه د امنیت پرځای کولو دي. د امنیت پرځای کولو بغیر قراری نشي راتلی او بې له قرارۍ د قامي صلاحیتونو او وسیلو ګټه نشي پورته کیدلی.

XS
SM
MD
LG