د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خېبره ننګرهار ته کډه شوې کورنۍ ستونزې لري


له خېبر ايجنسۍ نه ګڼ شمير کورنۍ د پوځي عملیاتو له امله د ننګرهار نازیان او دوربابا ولسواليو ته راغلي چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، دوی له افغان دولته غواړي چې مرستې ورسره وکړي.

له خېبر ايجنسۍ نه ګڼ شمير کورنۍ د پوځي عملیاتو له امله د ننګرهار نازیان او دوربابا ولسواليو ته راغلي چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، دوی له افغان دولته غواړي چې مرستې ورسره وکړي.

دغه کډوال چې شمير سلګونو کورنيو ته رسيږي، د ځايي خلکو په کورونو او هوجرو کې يې اړولي او له افغان دولته د سرپناه او نورو اړينو مرستو غوښتنه کوي. يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« زما نوم محمد ګل دی، د خېبر ايجنسۍ اوسیدونکي يم. کورونه يې راته وويشتل، ماشومان زموږ شهيدان شول، زنانه شهيډانې شولې، د افغانستان نازیانو ساحې ته راووښتلو، دې خلکو موږ ته دیرې خالي کړې، په هغې کې مو واړول، داسې قلاګانې چې دیوالونه ترې تاو شوي، کوټې په کې نشته، په هغې کې مو ځانته ترپالې ولګولې. موږ ته دا ستونزه او مشکلات دي چې موږ ته خيمې ميلاو(راکړل) شي. خوراکي مواد ميلاو شي، یخني راروانه ده. په لاره کې د یخنۍ له وجې نه موږ سره اته، لس ماشومان مړه شول.»

يو بل تن کډوال وايي چې دوی له خپلو کورونو څخه په يوه جوړه جامه کې راوتلي او هر څه ترینه پاتي دي، دی هم له افغان دولت نه غواړي چې د سرپناه تر څنګ دې ورته روغتيايي او خوراکي توکي ورکړل شي.

« زما نوم سالد خان دی، دلې چې موږ افغانستان ته کډې راپاس کړلې، نو هيڅ هم موږ په خپلو غاړو کې نه دي راوړي، د يوې جوړې نه علاوه. نو زموږ ډير ضرورت دی، ځکه چې ماشومان دي، خوراک يې لګيږي، تمبوان يې لګيږي او ټول بې خرچه ناست دي، در په در دي. زموږ دا اپيل دی چې دا شيان موږ ته ميلاو شي. ځکه چې نه خو موږ سره څه شی شته، نه پيسې شته او نه څوک پيژنو.»

د سيمې يو تن اوسيدونکي مفتي معين شاه حقاني چې په تيره دوره کې د ننګرهار ولایتي شورا غړي و، له او کډوالو ته يې په خپله سيمه کې د اوسيدو له پاره موقتي ځايونه برابر کړي، له افغان دولت او خيره ادارونه غوښتنه کوي چې له مجبورهکډوالو سره مرستې وکړي.

« په حدود د زرو کورنيو پورې زموږ د شینوارو ټيټو ولسواليو ته راکډه شوي دي چې د سيمې خلکو په خپلو کورونو او حجرو کې په موقته توګه دوی ته ځای ورکړی دی. دوی د ژوند له ډیرو سختو ستونزو سره مخ دي، هيڅ د سرپناه ځای نه لري، د ژوندانه لومړيو ضرورتونو ته اشد ضرورت لري، د دغو خلکو ستونزې او مشکلات موږ د بعضې خيريه ادارو او دولت سره شريکې کړې دي، چې تر اوسه پورې دولت د دغه سوونو کورنيو ستونزو ته هېڅ رسيده ګي نه ده کړې او نه يې ورته توجه کړې ده.»

بلخوا د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي د سيشنبې پر ورځ مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

د کډوالو له ستونزو ولایتي اداره خبره ده او هم نن يې د کډوالو ریاست او په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته هدایات ورکړل چې د يادو کډوالو ستونزې اوارې کړي.

« داسې ګذارشات ولايت مقام ته هم رارسيدلي دي چې د خېبر ايجنسۍ نه دوربابا او نازيانو سيمو ته راکډه شوي دي، په همدې ارتباط والي صیب د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست ته او همدا رنګه نن کوم ملاقات چې د والي صیب د يونسيار د ادارې له مسوولينو سره تر سره شو، دواړو ادارو ته لارښوونې او سپارښتنې شوي دي چې څومره عاجل کيدي شي چې د دغو کورنيو سروي وکړي او عاجلې مرستې وروسوي.»

د يادولو ده چې له خېبر ايجنسۍد پوځي عملیاتو له امله د ننګرهار نازیان او دور بابا ولسواليو ته د راغليو کډوالو شمير تر دولس سوه کورنيو پورې رسيږي. دغه کډوال د روغتيايي ستونزو تر څنګ سرپناه او خوارکي توکو ته اشد ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG