د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پر خپله خاوره هېڅ وسله واله ډله نه پرېږدو”


پاکستان وايي، پر خپله خاوره د هرې هغې وسله والې ډلې پر ضد ګامونه اخلي چې د هېواد یا د نورو هېوادونو دننه د ناامنۍ په خپرولو کې لاس لري.

پاکستان وايي، پر خپله خاوره د هرې هغې وسله والې ډلې پر ضد ګامونه اخلي چې د هېواد یا د نورو هېوادونو دننه د ناامنۍ په خپرولو کې لاس لري.

د وزیراعظم د قامي سلامتیا مشاور سرتاج عزیز وروستیو څرګندونو ته په اشاره د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید د سې شنبې یا نهې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، ده د سرتاج عزیز مرکه نه ده لیدلې، خو د پاکستان قانون او پالیسي د ټولو وسله والو ډلو لپاره یوه ده:

((ما د سرتاج [عزیز] صاحب مرکه نه لیدلې، نه اورېدلې او نه هم لوستې ده. زه تا ته د پاکستان دریځ بیانوم. دا زموږ لیکل شوې پالیسي ده چې پاکستان به هېڅ داسې ډله و نه زغمي چې د دې هېواد خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.))

د دوشنبې پر ورځ له بي بي سي سره د مرکې پر مهال سرتاج عزیز ویلي ول چې پاکستان ولې د هغو وسله والو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې دوی ته خطر نه پېښوي.

عزیز زیاته کړې وه چې افغان طالبان او حقاني وسله واله شبکه د افغانستان ((مسله ده او افغان حکومت باید له دوی سره خبرې وکړي.))

پروېز رشید وویل، د تحفظ پاکستان قانون خو داسې کسان یا ډلې هېڅ پاکستانۍ نه ګڼي چې په نورو هېوادونو کې ناامني خپروي.

په شمالي وزیرستان کې د روانو پوځي عملیاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې پروېز رشید زیاته کړه چې دوی هلته هم هره ډله په نښه کړې ده:

((په ضرب عضب کې هم موږ بې له امتیازه، هره ډله په نښه کړې ځکه چې زموږ لپاره ترهګر، که هر ځای ترهګري کوي، ترهګر دی. موږ ځان د نړیوالې ټولنې برخه ګڼو او په نړیواله ټولنه کې موږ ته د هر کس ژوند هم هسې مهم او ګران دی لکه د پاکستانیانو ژوند.))

د پاکستان وزیراعظم د قامي سلامتیا سلاکار سرتاج عزیز تېره ورځ پر داسې مهال څرګندونې وکړې چې افغان ولسمشر اشرف غني تازه له اسلام اباده، کابل ته ستون شوی وو او د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف دا وخت د امریکا په سفر دی.

XS
SM
MD
LG