د لاسرسي ځای

تازه خبر

تخار کې وسله والو ته مرګژوبله اوښتې


د افغانستان د کورنیوچارو وزارت په تخار ولایت کې په یوه نښته کې د اتلسو وسله والو طالبانو د مړینې او ژوبلېدو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ یوه خپور شوي بیان کې ویلي چې د شنبې ماښام وسله والو طالبانو په خواجه غار ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې شپږ وسله وال وژل شوي او دولس نور زخمیان دي.

بیان زیاتوي چې په دې نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی. وسله والو طالبانو لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG