د لاسرسي ځای

په شمالي وزیرستان کې ۳۴ وسله وال وژل شوي دي


د پاکستان سرکاري ټیلي ویژن نن «دوشنبه» په خپله وبپاڼه خبر خپور کړی چې پکې راغلي د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې د پاکستانیو پوځي عملیاتو پر مهال نور ۲۷ وسله وال وژل شوي دي او اوه نور وسله وال بیا په دته خیل سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

بلخوا د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې ویاند پرون مشال راډیو ته د دې نښتې په اړه دعوه کړې چې ۱۶ پوځیان یې وژلې دي.

XS
SM
MD
LG