د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ مشر راحیل شریف له امریکايي چارواکو سره ویني


د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف
د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف چې د امریکا په سفر بوخت دی له نننه له امریکايي چارواکو سره لیدنې پیلوي.

د پاکستان سرکاري راډیو نن په خپله وبپاڼه خبر خپور کړی چې نوموړي امریکا ته د اووه ورځني سفر په ترڅ کې په فلوریډا کې د مرکزي قومندانۍ دفتر ته ولاړ او هلته به له چارواکو سره د سیمي د امنیت او د دواړو هیوادونو پر اړیکو خبرې کوي.

راحیل شریف به د امریکا ګډو ځواکونو مشر جنرال مارټن ډیمپسي او نورو چارواکو سره هم وویني. د دواړو هېوادونو مشران به د امنیت په برخه کې د اړیکو ښه کولو په باب او د افغانستان په حالاتو خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG