د لاسرسي ځای

زیارت: د اوبښتو دویم لوی نړۍوال ځنګل بې درېغه وهل کېږي


په زیارت کې د اوبښتو دویم لوی جهاني ځنګل

په زیارت کې د اوبښتو دویم لوی جهاني ځنګل

د زیارت اوبښتو ځنګل له ۵ زرو تر ۷ زرو کالو عمر لري. دا پر خوا وشا ۲ لاکه،۴۷ زره اېکړه ځمکه غوړېدلی دی او د ځینو کره شمېرو له مخې،د اوبښتو ونو دویم لوی جهاني ځنګل دی

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه زیارت کې جهاني شهرت لرونکی د اوبښتو یو پراخ او ګڼ ځنګل لا هم د پرله پسې پرېکېدو له کبله د خپل پایښت له یوې لویې ستونزوې سره مخامخ دی. دا خبرهد دغه ځنګله یوه رضاکار ساتونکي حیات الله دوراني وکړه.دی وايي، چې د ځنګله وهلولوی سبب د سیمې پراخې براخې ته د ګېس اسانتیا نه ورکول دي. خو د بلوچستان حکومت بیا وایي چې د ځنګله خوندي کولو لپاره یې پلانونه تیار کړي دي.

پر ځنګلونو، غرونو او څمڅو (غارونو) ځانګړی کارکوونکی حیات الله دوراني له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د زیارت اوبښتو ځنګله وهلو کې کمی نه دی راغلی.

(دا اوس تازه خبره ده. ما ته راپور رارسېدلی وو چې په سنډېمن تنګي سیمه کې یو کس دومره ونې پرېکړې دي چې حساب یې نه وو. هغه کس له ونو پرېکولو وروسته هغه ځمکه هواره کړې وه او هلته یې ځان ته باغ کرلی وو. اندازه وکړه، خلک د پیسو ګټلو لپاره دغه ارزښتناک ځنګل څومره په بې دردۍ پرېکوي. دغه شان نور خلک بیا د دغه ځنګله ونې وهي او هلته سړکونه باسي. ځینې یې بیا دغې ونې د خپلو کورونو په جوړولو کې کاروي. باید چې خلک له دې ودرول شي.ما د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي ته ویلي ول چې ستاسو حکومت دی. یو قانون جوړ کړی چې که چا د دغه قیمتي ځنګله یوه ونه پرېکړه، نو ۶ میاشتې بند (جېل) به وړي او ۵ لکه روپۍ به جرمانه کېږي. خو د زیارت پر ځنګله اوس هم د انګرېزانو هغه پخوانی قانون پلی کېږي، چې لویه ناغه یې له ۵۰ تر ۵۰۰ روپیو ده. نو خلک اوس ۱۰۰ ونې پرې او بیا د ۵۰ روپۍ په حساب ناغه ادا کړي)

د زیارت ځنګل رضارکار ساتونکی حسات الله دورانی

د زیارت ځنګل رضارکار ساتونکی حسات الله دورانی

حیات الله دورانی زیاتوي، چې که د ۶ میاشتې بند او ۵ لکه روپیو جرمانې قانون عملي شي، نو بیا په والله که هېچا هم ځنګله ته سترګې ورواړولې. نوموړی زیاتوي چې د دغه ځنګله د ساتلو لپاره یې له کلونو کلونو هلې ځلې کړې دي.

(په ۱۹۸۸ م کال کې ما له کوټې تر زیارته لاریون (واک) وکړ او له حکومته او خلکو مې غوښتنه وکړه چې د ځنګله ساتنه او پاملرنه دې وکړي. ته اندازه ولګوه چې ۸۸ عیسوي کومه زمانه وه او موږ له څومره پخوا لګیا یو. د هغو هلو ځلو له برکته د هغه وخت د پیپلزګوند حکومت د زیارت ټولو کلیو او خلکو ته د ګېس سېلنډرې ورکړې، چې خلک د ځنګله لرګی ونه سوځوي. بیا په ۲۰۰۰ م کال کې د هغه وخت بلوچستان ګورنر امیرالملک مېنګل په ذریعه مې حکومت دې ته مجبور کړ چې زیارت ته ګېس ورکړي. نن زیارت ته ګېس منظور او ورکړل شوی دی)

خو که څه هم د زیارت ډېری سیمو ته ګېس رسېدلی دی، خو هغه سیمې چې ځنګل ډېر موجودیت پکې لري، هلته لا هم ګېس نه دی ورکړل شوی او د دوراني په خبره، هم دغه وجه ده چې هلته خلک لا هم ځنګل کاټوي او سوځوي یې.

په دغه اړه د بلوچستان د ځنګلاتو محکمې له وزیر عبیدالله بابت سره په دې تماس نه شو برابر، چې نوموړی پر بهرني سفر تللی وو او هلته اړیکې برابرې نه شوې، خو په دغه هکله مې له سیمې سره تعلق لرونکی د بلوچستان په حکومت کې د اطلاعاتو وزیر عبدالرحیم زیارتوال سره خبرې وشوې. نوموړي دا ومنله چې واقعتًا هم دغه ځنګل له خطر سره مخامخ دی.

(ستاسو خبره سل په سل فیصده صحیح ده.خلک ځنګل کاټوي او یا خو یې سوځوي او یا یې نورو سیمو ته د خرڅلاو لپاره لېږي.دا ستونزه ده او موږ یې منو چې زموږ ذیمه واري جوړېږي چې د دې مخنیوی وکړو)

عبدالرحیم زیارتوال د ستونزې د حل دغه لار هم په ګوته کړه.

(دا یو څه موده مخکې د پاکستان وزیراعظم نوازشریف زیارت ته راغلی وو، نو هغه ته ما هم دغه مسله بیان کړه. نوموړي راته وویل چې د سیمې خلکو ته د لمریزې انرژۍ (شمسي توانايي) ورکولو لپاره به ګام پورته کوو، چې خلک له ځنګله پرېکولو راوګرځوو. بیا پر هغه موقع ناست یوه بل کس غږ پورته کړ چې دا به ډېر د درنو پېسو لګښت کار ثابیت شي، نو نوازشریف هغه ته ځواب ورکړی چې پروا نیشته، که هر څومره دروند مالي کار وي خېراتي ادارو (ډونرز) ته به ووایو. نو د خبرې مطلب مې دا دی چې ما پلان تیار کړی دی. د ځنګلاتو محکمې جګپوړو چارواکو مخې ته به یې ږدم او هڅه به کوو چې ژر تر ژر د ځنګله ساتلو کار عملي شي)

د یوې اندازې له مخې،د زیارت د اوبښتو قیمتي ځنګل له ۵ زرو تر ۷ زرو کالو عمر لري. دا پر خوا وشا ۲ لاکه،۴۷ زره اېکړه ځمکه مشتمیل دی او د ځینو کره شمېرو له مخې،د زیارت ځنګل د اوبښتو ونو په مانا، د نړۍ دویم لوی ځنګل دی.

XS
SM
MD
LG