د لاسرسي ځای

تازه خبر

عاصم باجوه: د وزيرستان کډوال به ډير زر خپلو سيمو ته ستانه شي


د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر ميجرجنرال عاصم سلیم باجوه وايي چې د شمالي وزيرستان ډيرې برخې يې له وسله والو پاکې کړي او ډير زر به کډوال به بيا خپلو سيمو ته ستانه شي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ د ډیوه ریډیو سره په یوه مرکه کې ووويل چې د وزيرستان کډوال به په څو مرحلو کې خپلو سيمو ته لاړ شي او د دي کار لپاره يې د پاکستاني د حکومت سره يو هر اړخيز پلان جوړ کړی.

عاصم باجوه وويل چې په شمالي وزیرستان کې يي په پوځي عملیاتو کې تراوسه له ۱۲۰۰ څخه ډیر وسله وال او دي وروستيوو کې په قبایلي سیمو کې د بيلابيلو پوځي عملیاتو په وخت دوه سوه پوځيان هم وژل شوي دي. نوموړي وویل چې شمالي وزيرستان کې يې د روانو پوځي عملياتو په ترڅ کې د دغه ځای ډیرې برخې له وسله والو پاکې کړي دي.

باجوه زياته کړه: ((تراوسه پورې پوځي عملیات د پلان مطابق دوام لري. مونږ لا له وړاندې شمالي وزیرستان ته تلونکې مرکزي هغه لاره پرانيستي چې له مشرقه مغرب اړخ ته ځي یعني له بنو څخه تر دته خیله پورې. موږ له شماله جنوب ته تلونکې دوه نورې لارې هم پاکې کړی دي. موږقرار قرار مخکې لاړو د جنوبي وزيرستان تر پولې پورې. اوس مونږه هغه برخې پاکوو چې د افغانستان سره لګیدلې دی.))

د اسلامي دولت وسله واله ډله د ټولو لپاره د انديښنې خبره ده. زه ددې راپورونو سره موافق نه یم چې وايي په پاکستان کې د دغه ډلې هلې ځلې په ډیریدو دي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا ويلي د دي کال وروسته به ډير کم شمېر بهرني ځواکونه افغانستان کې پاتې شي. د پاکستاني پوځ وياند وايي چې دا په سیمه کې د قراري نښه ده. باجوه زياته کړه چې افغانستان کې د واک بریالی انتقال هم د ثبات په مانا دی او دوی غواړي چې دا قراری دوامداره پاتې شي.

څه موده مخکې داسې راپورونه راغلي وو چې د شام او عراق اسلامي دولت وسله والې ډلې ـ په پاکستان کې خپل فعالیتونه پیل کړی دي خو جنرال عاصم سلیم باجوه وايي هغه ددې راپورونو سره متفق نه دی.

هغه وويل: ((د اسلامي دولت وسله واله ډله د ټولو لپاره د انديښنې خبره ده. زه ددې راپورونو سره موافق نه یم چې وايي په پاکستان کې د دغه ډلې هلې ځلې په ډیریدو دي. کیدې شي بیلابیلې داسې پیښې وي چې د هغوی په وسیله دوي خپله موجودګي ښودلو هڅه کوي، یا ځان مهم ثابتول غواړي. زه دا نه ګورم چې په راتلونکې کې به د دغسي پيښو شمېر ډير شي او بله خبره دا چې د اولس او پوځ خبره یوه ده او دواړه د ترهه ګرۍ او سخت دریځۍ په هر شکل کې رد کړي ده.))

عاصم باجوه همداراز هغه راپورونه رد کړل چې په شمالي وزيرستان کې روانو ضرب عضب عملياتو کې د حقاني وسله واله ډله نه په نښه کيږي او وي ويل چې د ټولو وسله والو خلاف يې ګامونه اخيستي.

XS
SM
MD
LG