د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني: د سيمې امنيت لپاره د عملي ګامونو ضرورت دی


افغان ولسمشر اشرف غني نن د پاکستاني وزیراغظم نواز شریف سره په اسلام اباد کې تر ملاقات وروسته په یو شريک خبري کنفرنس کې وویل چې دواړه هیوادونه باید د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته کړي. په دغه وخت نواز شریف وویل چې افغانستان سره د ښو اړيکو يو نوی باب پرانيزي او غواړي د دغه هيواد د پرمختګ په کارونو کې پوره برخه واخلي.

په داسې حال کې چې تېرو وختونو کې افغان چارواکو په وار وار پر پاکستان نيوکې کړي چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې مخلصه نه دي، افغان ولسمشر وويل چې دواړه هيوادونه بايد د راتلونکې په اړه فکر وکړي.

هغه زياته کړه: (( مونږ به د خپلې ماضي له وجې خپل راتلونکی تبا کولو ته پرينږدو ځکه خو موږ د امنیت په اړه کوټلې خبرې پيل کړې. خپلې پالیسیانې بايد داسې جوړې کړو چې پر یو بل مو باور پیدا شي. او په دې کې تر ټولو بنیادي خبره دا ده چې د دواړو هیوادونو د ولسونو ترمنځ داسې خبرې اترې وشي چې پکې خلکو ته زیات پام وشي. زموږ خلک په روانو حالاتو کې تر ټولو زیات ځپل شوي او له پامه غورځیدلي دي.))

ولسمشر اشرف غني په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې منځنۍ ایشیا له جنوبي ایشیا سره تړلې ده او دوی به کوشش کوي چې د تجارت، انرژۍ او نورو برخو کې هم دغه سیمه له یو بل سره وتړل شي چې دا ډول د یو نوي اقتصادي پرمختګ او خوشالۍ پیل وشي.

مونږ به د خپلې ماضي له وجې خپل راتلونکی تبا کولو ته پرينږدو ځکه خو موږ د امنیت په اړه کوټلې خبرې پيل کړې. خپلې پالیسیانې بايد داسې جوړې کړو چې پر یو بل مو باور پیدا شي.

وزیراعظم نواز شریف د تېر په شان يو ځل بيا وويل چې یو پرامنه افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

هغه زیاته کړه: (( د پاکستان او افغانستان اړیکې ډیرې مهمې دي. زمونږ امنیتي حالات له یو بل سره تړلې دي. مونږ پر دې خبره زور راوړو چې پاکستان د یو پرامنه ګاونډي رول ولوبوي او دواړه هیوادونه د امنیت د ښه کولو او د جرمونو د ختمولو په لړ کې کوټلې همکاري ولري. مونږ دغه مقاصد په ګډه ترلاسه کولی شو او باید مونږ پر دې خبره په سختۍ سره کار پیل کړو. ما او ولسمشر اشرف غني نن پر دې په تفصیل سره خبرې وکړې او زه د افغانستان د سولې د عمل او جوړ جاړي د بهير مرسته کوم. دغه بهير به د افغانانو وي او هم دوی به یي مشري کوي.))

د يادونې وړ ده چې افغان او امريکايي چارواکو په بيلابيلو وختونو کې ويلي چې پاکستان افغانستان کې ترهګري قوي کوي او په خپله خاوره وسله والو ته ځای ورکوي. پاکستان دا تورونه ردوي.

افغان ولسمشر اشرف غني د نواز شريف سره تر نني ملاقات مخکې د پاکستان د پوځ مشر، جنرل راحیل شریف سرهد سیمې پر امنیت خبري کړي وي.

XS
SM
MD
LG