د لاسرسي ځای

د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول، سرحدي ځواک د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويلد تېرو دوه ورځو راهيسې افغان کمانډو ځواکونو د الینګار ولسوالۍ اړوندسنګر دره سیمه کې ځانګړي عملیات پیل کړي وو چې تيره شپه لس بجې پای ته رسیدلي او په نتیجه کې يې ۲۵ تنهد دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۷ تنه يې ژوندي نيولي دي.

بلخوا د افغانستان د سرحدي ځواکونو ویاند ادريس مومند مشال راډيو ته وويل:
نن ( شنبه) سهار وختي د کونړ ولایت د بریکوټ ولسوالۍ اړوند د سرحدي پوليسو په سمسور نومې پوسته باندې ډله ییز برید وکړ چې د دواړو لورو تر منځ نښته رامنځته شوه چې درې ساعته يې دوام وکړ چې په نتیجه کې يې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او لس تنه يې ټپیان شوي دي.

ادریس مومند زیاتوي چې په یاده نښته کې دوه تنه پولیس هم وژل شوي او پینځه تنه ټپیان شوي دي.








XS
SM
MD
LG