د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې له تاوتریخوالي پس تر۱۰۰ زیات وزیرستان کډوال نیول شوي


بنو کې له تاوتریخوالي پس تر۱۰۰ زیات وزیرستان کډوال نیول شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د شمالي وزیرستان کډوال وايي، په بنو کې پولیسو د دوی د احتجاج پر مهال او د تاوتریخوالي تر پېښو وروسته له ۱۰۰ زیات کډوال نیولي دي. د تېرې پنجشنبې پر ورځ په بنو کې د شمالي وزیرستان د کډوالو احتجاجي لاریون پر وخت له پولیسو سره په نښتو او تاوتریخوالي کې اته کډوال او نهه پولیسان ژوبل شول. پولیسو اوښکې تویونکی ګیس وکاراوه، کډوال یې ووهل او ډزې یې وکړې.کډوالو په ځواب کې پر پولیسو کاڼي وورول. د شمالي وزیرستان کډوال وايي، حکومت دوی ته د مرستو ورکولو پر ځای پر دوی تشدد کوي. د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي محمد نذیر بېګا له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وویل،له انتظامیې سره یې خبرې کړې دي او دا چې د نیول شویو کډوالو د خوشې کولو هڅه کوي. د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم بېګا د بنو د پېښې نوټس اخیستی او ویلي یې دي چې د شمالي وزیرستان له کډوالو سره دې نرم چلند وشي.

XS
SM
MD
LG