کابل: له ارګه خپره شوې یوه خبرپاڼه وايي، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل سفر پر لومړۍ ورځ، نن«جمعه» له غرمې مخکې د د غه هېوادد مالیې وزیر محمد اسحق ډار سره په اسلام اباد کې په خپل استوګنځي وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچېپراختیا، د افغان سوداګرو لپاره د صادراتو په برخه کې د ستونزو هوارولو، په ټرانزیټ کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د یو شمېر ګډو سترو سیمه ایزو پروژو په باب خبرې وکړې.
په دې کتنه کې په دې اړه همخبرې وشوې چې د کراچۍ له بندر څخه دې د افغان سوداګرو د تجارتي توکو په لېږد کې لازمې آسانتیاوې رامنځته شي ترڅو د یوې اوونۍ په دننه کې دغه توکې کابل ته ولېږدول شي.
همدا راز د پاکستان د کراچۍ، قاسم او ګوادر په بندرونو کې د افغانستان سوداګرو تجارتي توکو زیرمې لپاره د یو ځانګړي ځای بېلېول، له افغانستانه د پاکستان هرې سیمې ته له خنډو او ځنډ پرته د موټرو له لارې د بېلابېلو سوداګریزو توکو د لېږد په باب خبرې وشوې.
دواړو لورو پر دې ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دونیم میلیاردو ډالرو د اوسنۍ سوداګرۍ کچه باید په راتلونکو دوه کلونو کې پنځه میلیاردو ډالرو ته و رسېږي.