د لاسرسي ځای

په خېبرايجنسۍ کې د دوه نوي کيسونو راتللو ورستو په قبايلي سيمو کې د متاثره ماشومانو شمېره ١٥٥، په خېبر پښتونخواکې ٤٩ په سند صوبه کې ٢٥ په بلوچستان کې ١١ او پنجاب کې ٣ ته ورسيده،

په ملک کې په يوه ورځ د ګوزڼ٥ نوي کيسونه مخې ته له راتلو ورسته سږ کال له دې رنځه د اغېزمنو ماشومانو مجموعي شمېره ٢٤٣ ته ورسيده.

دوزيراعظم ګوزڼڅارنې ادارې يوه چارواکي مظهر نثار مشال راډيو ته وويل چې په پنځو نويو کېسونو کې دوه په قبايلي سيمو کې يو د خېبر پښتونخوا په مردان ضلع کې يو د کراچۍ په بن قاسم ټاون کې او يو په بلوچستان کې مخې ته راغلی دی

نوموړي زياته کړه چې خېبرايجنسۍ کې د دوه نوي کيسونو راتللو ورستو په قبايلي سيمو کې د متاثره ماشومانو شمېره ١٥٥، په خېبر پښتونخواکې ٤٩ په سند صوبه کې ٢٥ په بلوچستان کې ١١ او پنجاب کې ٣ ته ورسيده،

مشال راډيو چې کله قبايلي سيمو لپاره د ګوزڼمخنيوي څانګې چارواکو سره د دې ناروغۍ د زياتيدونکو پېښو په باب د خبرو کوښښ وکړو نو ورسره رابطه ونشوه.

خو چې کله مشال راډيو د خېبرپښتونخواد ګوزڼ مخنيوي څانګې يو چارواکي ډاکټر کليم الله سره رابطه وکړه او تپوس یې ترې وکړو چې په صوبه کې د ګوزڼمخنيوي کمپائن باوجود ولې د متاثره ماشومانو په شمېره کې اضافه روانه ده نو نوموړي وايي: (موږ خو حکومت ته ويلي دي چې سږ کال به د متاثره ماشومانو شمېره ٢٧٠ يا٢٨٠ ته رسي او دې وجه دا ده چې دوی منصوبه په اسلام آباد کې جوړوي او په دې کې نه خو ضلعې انتظاميه او نه پکې صوبايي انتظاميه شاملوي مثلا اوس په سويلي سیمو کې کمپاین روان دی خو په مرکزي سیمو کې نشته او په سويلي سیمو کې هم ځکه کمپاین روان دی چې هلته کيسونه مخې ته راغلې دي که خدای مکړه سبا په ايبټ آباد کې کيس مخې ته راغی نو بيا به ايبټ آباد ته مخه کوو. مساله دا ده چې موږ وایرس پسې ګرځو، موږ ته په وایرس پسې د ګرځېدو پر ځای په ټول ملک کې پر يوه ورځ کمپاین پیلول پکار دی نو داسې به د دې رنځ مخنيوی ممکن شي)

دروانې مياشتې په ٥ نيټه د ګوزڼمخنيوي سټيېرینګ کميټۍ يوې غونډې ته وزيراعظم نواز شريف ويلي ول چې له هېواده د ګوزڼخاتمې لپاره د دې مهم څارنه په خپله کوي، ځکه چې له هېواده د دې رنځ خاتمه یې قامي مسولیت دی او صوبې دې هم دې لړ کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

مشال ريډيو چې کله په اسلام آباد کې د ماشومانو ډاکټر او طبي چارو کارپوه ډاکټر نوران اپرېدي نه تپوس وکړو چې حکومت په ملک کې د دې رنځ مخنيوي لپاره هڅې کوي خو بيا هم په دې کې د کمي پر ځای ورځ په ورځ زياتوالی روان دی. د دې اصل وجه څه ده؟ نو نوموړی وايي (تر کومه چې په پاکستان کې د ګوزڼپه مهم کې سياست ختم نشي نو ترهغو به دا کمپاینونه کاميابه نه وي لکه دوی په دې کمپاین کې رضاکاران شامل کړي دی، خو دې رضاکارانو ته دې واکسين په باره کې پورا معلومات وي حکومت خو خپل کوښښ وکړی خو پورا مقصدونه ترې ترلاسه نکړل. دوی تهپکار ده چې د رضاکارانو دا طريقه دې هم ختمه کړي)

ياده دې وي چې د سږ کال په سیپتېمبر مياشت کې د روغتیا نړۍوالې ادارې يا ډبليو ايچ او د ملګري ملتونو جنرل اسمبلۍ ته وړاندې کړي خپل راپور کې ويلي ول چې له نړۍ د ګوزڼخاتمه کې پاکستان تر ټولو لوی خنډ دی او له ګوزڼه متاثره هر لسو ماشومانو کې د نهوتعلق له پاکستان سره دی.

دا دې هم ياده وي چې په ٢٠١٢ م کال کې په ټول ملک کې د ګوزڼ٥٨ کېسونه او په ٢٠١٣ م کال کې ٩٣ کيسونه مخې ته راغلي و خو د روان کال په لومړو لس نيمو مياشتو کې دا شمېره ٢٤٣ ته ورسيده.

XS
SM
MD
LG